لښکرګاه کې د بم په چاودنې کې 4 تنه وژل شوي

لښکرګاه کې د بم په چاودنې کې 4 تنه وژل شوي

افغان چارواکي وایي چي د افغانستان په جنوب کي د موټر بم په چاودنه کي چی یوه بانک ته نژدې وسوه، څلور کسه وژل شوي او څه د پاسه ٢٠ کسه زخمي شوي دي.

مامورینو وویل چي دا چاودنه نن د شنبې په ورځ د هلمند د ولایت د لښکرګاه په ښار کي وسوه او په زخمیانو کي ١٠ عسکر او څلور پولیسان هم شامل دي.

د لښکرگاه د امنیتي چارو کنټرول د تیري جولای په میاشت کي د خارجي قواو نه افغان قواو ته د انتقالي جریان د لومړي پړاو د شروع کیدو سره وسپارل سو. ددې جریان په اساس به د افغانستان نه ټولي خارجی محاربوي قواوي د ٢٠١۴ کال تر پای پوري وځي.

افغان چارواکو نن وروسته وویل چي د کندهار په ښار کی هم دبمونو دوې چاودني وسوې، لږ تر لږه ٢٠ کسه یې زخمیان کړل.

ددغو حملو په باب چا څه نه دي ویلي چي چا کړي دي.