د جلال آباد د برید تلفات ټول ملکیان دي

په جلال آباد کې د هند د قونسلګرۍ انځور چې څیرمه یې ځانمرګه برید شوی دی.

په جلال اباد ښار کې دهند قونسلګرۍ پر امنيتي پوستې ډليز ځانمرګي بريد کې نه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

درې تنو ځانمرګو بريدګرو د شنبې په ورځ شاوخوا لس بجې لومړى خپل له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر ته دقونسلګرۍ امنيتي کمربند ته نږدې چاودنه ورکړه او وروسته پوليس سره ونښتل.

دننګرهار امنيې قوماندان جنرال محمدشريف امين دپېښې په سيمه کې اشنا راډيو ته وويل چې په دې پېښه کې ټول نه تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوه ويشت تنه نور دي زخميان شوي دي.

امنيې قوماندان زياته کړه چې بريدګرولومړى خپل له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټرته چاودنه ورکړه او وروسته پوليسو سره په جګړه ونښتل. جنرال امين وايي چې په پېښه کې پوليسو او دقونسلګرۍ داخلي او بهرنيو ساتونکو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسېدلى.

نوموړی ووېل چې ځانمرګو بريدکوونکو د نښتې پرمهال قونسلګرۍ ته څېرمه جومات کې پر هغو ماشومانو وسله وال بريدونه وکړل چې په جومات کې يې قران شریف لوستی. وروسته بریدګرو په جومات کې سنګر ونيوی او پر افغان پوليسو يې د سپکو وسلو ډزې پیل کړې.،، دننه په جومات کې هغخ واړه ماشومانو چې دالله کتاب یې لوسته او دالله دکتاب پر تلاوت بوخت وو ووژل شول. دوژل شوو ډیر تلفات له جوماته دي.،،

د لومړني ځانمرګي چاودنه هومره ځواکمنه وه چې دپېښې په سيمه کې يې يو جومات او لسګونه دهستوګنې کورونه او دوکانونه په بشپړه توګه ويجاړ کړل.

دننګرهار ولايت وياند احمدضياعبدالزي اشنا راډيو ته وويل چې په پېښه کې ټول نهه تنه عام وګړي وژل شوي او درويشت تنه نور ټپيان شوي چې په ټپيانو کې يو پوليس هم شامل دى. ،،دننګرهار روغتون ريس ډاکټر همايون زهير هم وايي چې وژل شوي او زخميان ټول عام وګړي دي او ديوشمېر هغو روغتيايي وضعه داندېښنې وړ ده.،،

دپېښې عيني شاهدان وايي چې بريدګر پنځه کسه وو او له ملکي عادي جامو په استفاده دقونسلګرۍ په کوڅه ورننوتل.

وسله والو طالبانو په نننۍ پېښو کې دخپلو ملګرو لاس لرل رد کړي دي.

دهندوستان قونسلګري دجلال آباد ښار په دويمه ناحيه کې د پاکستان او ايران هېوادونو قونسلګريو سره په سل مترۍ کې موقعيت لري.شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم په همدې سيمه کې دنړيوال سره صليب پر دفتر ډليز ځانمرګي بريدونه ترسره شوي شول.

ضیا الرحمن حسرت- جلال آباد