غوره شوي عکسونه
په کاناډا کې مېشتې ۱۷ کلنې افغانې، نیلا ابراهیمي، د افغان نجونو د حقونو څخه د دفاع په خاطر 'د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه' ترلاسه کړه
په کابل ښار کې د کتابونو یو پلورنځی
د لندن په یوه کلیسا کې د بریتانوي هنرمند لیام پاین د جنازې د مراسمو لپاره ترتیبات
د هندي سینما وتلی ستوری، سلمان خان په مهاراشترا ایالت کې د ایالتي ټاکنو لپاره د رایې ورکولو په یو مرکز کې
د متحده عربي اماراتو د دوبی ښار یوه څنډه
د هند په چنای ښار کې د واټ پر غاړی یو پلورنکی
هغه سوداني کډوال چې هڅه یې کوله د مانش کانال له لارې له فرانسې څخه بریتانیا ته ولاړ شي
د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ موټریز کاروان د فلوریډا په پام بیچ ښار کې
د کالیفورنیا ایالت د سیلبیج په سواحلو کې د اوبو د سطحې لوړوالی
د فلوریډا ایالت په جکسنویل ښار کې د فوټبال سیالۍ د وقفې پر مهال نڅا
د غزې ټړانګې څخه بیځایه شوي کورنۍ چې د تګ لپاره د څارویو څخه کار اخلي
د ایټالیې په روم ښار کې د پیشوګانو د ښکلا سیالۍ
د پاکستان په لاهور ښار کې د هوا د ککړتیا له امله تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شول او زده کوونکي له ماسکونو سره ښوونځیو ته ستانه شول