د نړۍ مشران افغانستان ته ژمن دي خو وايي ننګونې مخ پر وړاندې شته

نن د دوشنبې په ورځ د ناټو د غړو هیوادونو استاځي د دویم ورځې دپاره د شیکاګو په ښار کې راغونډ شوي دي او غواړي چې یوځل بیا خپل پر هغه تعهد باندي ټینګار وکړي چې د افغانستان ماموریت د ۲۰۱۴ کال په پای کې پای ته رسوي. همدغه شان د راتلونکي کال پر پلانونه باندي هم خبري کېږي چې په لړ کې به یې د ټول افغانستان د امنیت مسولیت افغان ملي امنیتي ځواکونه اخلي او ناټو به حمایوي او مشورتي نقش غوره کوي.

په داسي حال کې چې ولسمشر اوباما او د ناټو نور مشران د افغانستان د نا مشهورې جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو باندي غور کوي، د دوي پر وړاندې یو بل حقیقت پروت دی او هغه د دوو نورو کلونو جګړه ده چې پرته له شکه به د متحدینو د ځواکونو تلفات په پای کې ولري.

تر اوسه پوري د شیکاګو په دې دوه ورځنی غونډه کې د نړۍ مشران هیله څرګنده کوي چې د افغانستان تیره لسیزه چې په جګړه کې تیره شوه، بله لسیزه به یې د سولې او ثبات لسیزه وي او په دې لړ کې به امریکا او متحدین یې د افغانستان سره مرسته وکړي.

خو اوس هم ځیني حقایق شته چې دغه لړۍ د خنډ سره مخامخ کولای شي.

د ناټو ځینو غړو، په دې ورستیو کې فرانسې پریکړه وکړه چې د افغانستان ماموریت ختم کړي. طالبانو او ملګرو یې ویلي دي چې دوي ۲۰۱۴ کاله ته منتظره دي چې د بهرنیو د وتلو سره په دغه هیواد کې خلا ډکه کړي. متحدین چې زیات شمیر یې امریکايي سرتیري دي د راتلونکو میاشتو دپاره جګړې ته ژمن دي. داسي ښکاري چې نورې قربانیانې هم په لاره کې دي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر اوباما خپل د بیا انتخابیدو په کال کې غواړي چې د نړۍ په کچه مشرتابه څرګند کړي.

پرون د یکشنبې په ورځ د ولسمشر حامد کرزي سره د لیدو کاتو وروسته ښاغلي اوباما وویل چې تر ۲۰۱۴ کاله پوري به د افغانستان جکړه بشپړه شوي وې خو دې هدف ته د رسیدو لپاره او د دې لیدلوري دپاره چې حقیقي بڼه غوره کړي زیاته اندازه ننګونې هم مخ پر وړاندې پرتې دي.