افغانستان د خوړو له زیاتېدونکي کمښت سره مخ دی- د خوړو نړیوال پروګرام

په داسې حال کې چې د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي لپاره چمتووالی نیسي، دا اداره وایي په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل، د کورنیو د عایداتو کمېدل او د خوارځواکۍ دوام د میلیونونو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی.

افغانان وایي دوي د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.

دغه اداره وایي په هېواد کې د خوړو د خوندیتوب وضعیت لا هم مخ پر خرابېدو دی، د اړینو خوراکي توکو، لکه د غنمو وړو، وریجو، غوړیو، بورې او داسې نورو ضروري توکو بیې د تېر کال په پرتله لوړې دي.

د سون توکو او وارداتو د لګښتونو زیاتوالی هم پر خلکو اقتصادي فشارونه ډېر کړي دي.

په ورته وخت کې، د کاري فرصتونو کمښت او د کورنیو د عایداتو کمېدل د دې لامل شوي چې کورنۍ د خوړو او نورو لومړنیو اړتیاوو د پېرلو کافي توان نلري.

بلخوا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی. د دواړو لورو ترمنځ زیاتېدونکي تاوتریخوالي او هوايي بریدونو په خلکو منفي اغېز کړی او ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي خوارځواکي لا هم یوه جدي اندېښنه ده، په ځانګړې توګه د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو ترمنځ. ددې ادارې د چارواکو په وینا په څو ولایتونو کې لا هم د شدیدې خوارځواکۍ کچه لوړه ده.

د دې ستونزې اصلي لاملونه د خوړو ناامني، نامناسبه تغذیه، د ناروغیو بیا بیا خپرېدل او روغتیايي او تغذیوي خدمتونو ته د خلکو محدود لاسرسی دی.

دا اداره خبرداری ورکوي، چې اوسنۍ سرچینې یوازې د خوارځواکو ښځو او ماشومانو له ډلې د هرو اوو کسانو څخه د یوه کس د درملنې لپاره بسنه کوي. له همدې امله، د تغذیوي پروګرامونو لپاره د اضافي بودیجې برابرول یوه بېړنۍ اړتیا ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د یو میلیون کسانو لپاره د خوراکي مرستو د برابرولو او زېرمه کولو چارې پر مخ وړي او په ټول هېواد کې یې د تغذیې خدمتونه په لنډمهاله توګه پراخ کړي دي. دا اقدام هېواد ته د مرستندویه توکو له رسېدو وروسته ترسره کېږي.

د سپټمبر په میاشت کې، دې ادارې په ټول افغانستان کې له ۱.۲ میلیون کسانو سره مرستې کړې دي. د دغو مرستو له ترلاسه کوونکو څخه ۴۹ سلنه ښځې او ۵۱ سلنه نارینه وو.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي شاوخوا ۱،۷۵۰ مټریک ټنه خوراکي توکي ووېشل او د نغدي مرستو په توګه یې ۲.۴ میلیون امریکايي ډالر هم ولېږدول، دغه اداره اټکل کوي چې د خپلو عملیاتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره به د ۲۰۲۶ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر مارچ پورې ۵۹۲ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا ولري.

د ژمي له رارسېدو سره، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي چې د مرستو دوام او د اضافي بودیجې برابرول به له اړمنو افغان کورنیو سره د خوراکي توکو د لوړو بیو، د خوارځواکۍ د زیاتېدو او د ژوند د ورځ تر بلې سختېدونکو شرایطو په وړاندې د مبارزې لپاره خورا مهم وي.