د فوټبال نړیوال جام د تیرو کلونو په سیالیو کې د بیړني خدمتونو کارکوونکو د بیلابیلو ژبو د ویونکو نندارچیانو سره د خبرو لپاره ژباړونکو ته اړتیا لرله. خو د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې ژباړونکو ته اړتیا نشته، ځکه چې د بیړنیو خدمتونو کارکوونکي د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) په مرسته کولی شي د هرې ژبې له ویونکو سره افهام او تفهیم وکړي.
په شمال مرکزي ټکساس کې، چیرې چې د نړیوال جام یو شمېر لوبې ترسره کیږي، مسئولین د بیړنیو خدمتونو لپاره دا ټکنالوژي کاروي.
د «NCT-911» په نوم د شمال مرکزي ټکساس د بیړنیو خدمتونو د نوښتونو مشر، راجر من، تېره اوونۍ د ډالاس تلویزیوني چینل WFAA ته وویل، دا سیستم د ژبې په پېژندلو کې ډېر ښه کار کوي؛ زیاتره وخت یوازې په یوه یا دوو ثانیو کې ژبه تشخیصوي."
دا د نړیوال جام په ترڅ کې د اې ای د کارولو یوازې یوه برخه ده.
د جام د سیالیو تنظیموونکي وایي چې اې ای به د امنیت، د ناسمو معلوماتو مخنیوي، د خپرونو ښه کولو او د لوبو د قضاوت د بهیر د پیاوړتیا په څېر ګڼو نورو برخو کې هم وکارول شي.
د لینوو په نوم د ټکنالوژۍ شرکت چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) سره همکاري لري، په ډالاس کې پیاوړي سرورونه او د اې ای سافټویرونه ځای پر ځای کړي دي، ترڅو چټکې خپرونې، پرمختللي ګرافیکونه او پراخ تحلیلي معلومات وړاندې کړي.
د لینوو د بنسټیزو حللارو د څانګې مشر اشلي ګوراخپوروالا د جون په دویمه په یوه اعلامیه کې وویل: «د لینوو د اې ای زیربنا د فیفا نړیوال جام تجربه له سره تعریفوي او مهمې صحنې، له بېلابېلو زاویو لیدنې او معلومات په ژوندۍ بڼه په داسې نړیواله کچه وړاندې کوي چې تر دې مخکې یې ساری نه دی لیدل شوی.»
هغه زیاته کړه: «موږ له فیفا سره یوځای د نړۍ تر ټولو سختو شرایطو کې اې ای کاروو، د ځنډ ستونزې حل کوو او میلیاردونه مینه وال د لوبې له جریان سره تر بل هر وخت نږدې کوو، او د ژوندیو ورزشي خپرونو لپاره نوی معیار ټاکو.»
فیفا تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره به په دې نړیوال جام کې یو پرمختللی نیمه-اتومات افسایډ سیسټم معرفي شي، څو پرېکړې لا دقیقې او د لوبو قضاوت لا ښه شي.
د فیفا د نوښتونو مشر یوهانس هولسمولر وویل: «د ۲۰۲۲ نړیوال جام د نیمه-اتومات افسایډ ټکنالوژۍ برعکس، چې معلومات به د ویډیويي مرستیال ریفري (VAR) ته استول کېدل، اوس به روښانه افسایډونه مستقیما په میدان کې موجودو د لوبې مسئولینو ته واستول شي.»
هغه زیاته کړه: «دا ددې معنا لري چې مرستیال ریفریان به سمدستي د موقعیتي افسایډ اشاره ورکړي او پرېکړې به ډېر ژر کیږي.»
فیفا همدا راز تائید کړې ده چې د افسایډ ټکنالوژۍ ترڅنګ به د «فوټبال اې ای پرو» په نوم د دوی د تولیدي اې ای وسیله چې د لینوو په همکارۍ جوړه شوې ده، او همدارنګه ددې په مرسته د لوبغاړو د ډیجیټلي انځورونو د جوړولو وړتیا به ریفریانو، لوبډلو، د فوټبال مینه والو او رسنیو ته ګټه ورسوي.
فیفا او لینوو په دې برخه کې د روان کال په پیل کې خپل مشارکت اعلان کړی و.
د امنیت په برخه کې، د قانون پلي کوونکي مسئولین د اې ای په مرسته د ډرونونو ضد سیستمونه کاروي څو د لوبغالو پر سر د شخصي ډرونونو غیرقانوني الوتنې کنټرول کړي.
د دغو شرکتونو له ډلې څخه «فورټم ټیک»، د فبرورۍ په میاشت کې وویل چې د امریکا د کورني امنیت وزارت سره یې د څو میلیونو ډالرو قرارداد لاسلیک کړی.
په امریکا کې د فوټبال نړیوال جام د امنیتي همغږۍ مشري د کورني امنیت وزارت په غاړه ده.
دې شرکت ژمنه کړې چې د «جال پر بنسټ مخنیوي» داسې سیستم به وړاندې کړي چې ډرونونه په خوندي ډول راښکته کړي، پرته له دې چې ټوټې یې خپرې شي، د لوبغالو مخابرات ګډوډ کړي یا نندارچیان له خطر سره مخامخ کړي.
چارواکي او امنیتي ادارې به د اې ای په مرسته امنیتي کامرې هم وکاروي چې په عامه ځایونو کې د مینه والو څارنه وکړي او همدارنګه د هغو بهرنیو عناصرو مخنیوی وکړي چې ښایي د ویرې یا ګډوډۍ رامنځته کولو په موخه د اې ای په وسیله ناسم معلومات خپاره کړي. امنیتي ادارو د دا ډول ناوړه فعالیتونو د امکان په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د میزوري ایالت په کنساس ښار کې، چې د نړیوال جام د یو شمېر لوبو کوربه دی، امنیتي مسئولینو د «پیریګرین ټکنالوژیو» په نوم شرکت سره همکاري پیل کړې ده چې د پولیسو راپورونه او په انټرنیټ کې عامه معلومات سره یوځای کړي او امنیتي ځواکونو ته عاجل استخباراتي معلومات برابر کړي.
امنیتي مسئولین وایي چې دا به ورسره مرسته وکړي څو چټکې پرېکړې وکړي، امکانات په مناسبو ځایونو کې ولګوي او د نړیوال جام پر مهال شکمن کسان په اسانه په ګوته کړي.