د سپټمبر د یوولسمې له ترهګریزو بریدونو ۲۴ کاله وروسته امریکا ته د القاعدې 'پټ' ګواښ

په نیویارک کې د یولسم سپتمبر یادګار

په داسې حال کې چې امریکا د سپتمبر د یوولسمې د ترهګریزو بریدونو ۲۴م کلیزه لمانخي، د القاعدې ترهګره ډله چې په یوه ورځ د نږدې ۳۰۰۰ کسانو د وژلو مسؤله ده لاهم د امریکا او د هغې د متحدینو لپاره یو "پټ" امنیتي ګواښ بلل کیږي.

د سپتمبر ۱۱مه د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو وژونکي ترهګریز برید له امله د رامنځته شوي درد او غم یادونه ده، چې په کې د القاعدې ۱۹ غړو څو الوتکې وتښتولې او په نیویارک کې یې د نړیوال سوداګرۍ مرکز او واشنګټن ډي سي ته څیرمه د امریکا د جنګ وزارت یا پنتاګون په نښه کړل.

دا برید هغه وخت وشو چې د القاعدې ۱۹ غړو څلور الوتکې وتښتولې.

دوه الوتکې يې د نيويارک د سوداګريز مرکز ودانيو سره وجنګولې، درېيمه يې واشنګټن ته څیرمه، د ويرجينيا په آرلينګټن کې، د پېنټاګون ودانۍ باندې ولویدله، او څلورمه الوتکه — "يونايتډ ايرلاينز ۹۳ شمیرې پرواز چې مسافرو یې د تښتوونکو پر وړاندې مقاومت وکړ، د پنسلوانيا په شېنکسوېل کې وغورځېده.

ګومان کېږي چې دا الوتکه به سپينه ماڼۍ يا د کانګرس ودانۍ ته د ورتګ لپاره کارول کېده.

دا بريدونه د القاعدې پخواني مشر، اسامه بن لادن، له افغانستان څخه پلان کړي وو. امريکا په غبرګون کې افغانستان کې مداخله وکړه، طالبان يې چې القاعدې ته يې پناه ورکوله له واکه لرې کړل.

بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې په مياشت کې د پاکستان په اېبټ اباد کې د امريکايي ځواکونو په يوه ځانګړي برید کې ووژل شو.

د افغانستان جګړه، چې د امريکا تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې پای ته ورسېده، او طالبانو يو ځل بيا پر هېواد واک تر لاسه کړ.

د امریکا د پوځ په وینا، که څه هم د القاعدې ځواک د پام وړ کم شوی او د اسامه بن لادن په ګډون یې مشرتابه له منځه وړل شوې ده، خو د دې ډلې ملګري د دې وړتیا لري چې داسې بریدونه پلان او ترسره کړي چې د امریکا خاوره، امریکایي ځواکونه او په بهر کې امریکایي اتباع ګواښي.

د امریکا د ویسټ پوینټ په پوځي اکاډمۍ کې د ترهګرۍ ضد مرکز یو نوی راپور وايي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نیټې له ترهګریزو بریدونو څخه ۲۴ کاله وروسته، په افغانستان کې عملیاتي چاپیریال د دوه نیمو لسیزو وړاندې وضعیت سره ورته والی لري، که څه هم القاعده اوس په هیواد کې لږ وسله وال کسان لري.

په راپور کې ویل شوي، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان کنټرول بیرته ترلاسه کړ، په هیواد کې د القاعدې زیربنا په دوامداره توګه پراخه شوې، او دا ډله اوس په لږ تر لږه د افغانستان په۱۰ ولایتونو کې فعال روزنیز مرکزونه لري.

په دې راپور کې چې څو ورځې وړاندې خپور شو، راغلي چې "جهاديان له طالبانو سره پیچلې اړیکې لري او د القاعدې غړو ته اجازه ورکوي چې له هیواد څخه د "خوندي پټنځای" په توګه کار واخلي، حتی که څه هم دا ډله هڅه کوي چې دا اړیکې کم محسوس شي."

راپور زیاتوي چې القاعده او د هغې د ملګرو نړیواله شبکه حتی د کم جوړښت سره، لویدیځ ته "جدي پټ امنیتي ګواښ" متوجه کوي.

ملګرو ملتونو په جولای میاشت کې دا ارزونه هم وکړه چې د طالبانو د دې ژمنې سره سره چې القاعدې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا او د هغې متحدینو ته ګواښ پیښ کړي، طالب چارواکو د القاعدې او د هغې د ملګرو په ګډون د یو لړ ترهګرو ډلو لپاره د مناسب چاپیریال برابرولو ته دوام ورکړی، چې د منځنۍ اسیا او نورو هیوادونو امنیت ته مخ په زیاتیدونکی ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د القاعدې اوسني مشر، سیف العدل، چې یو مصری دی، خپلو دوو جکپوړو قوماندانانو ته امر کړی چې په سوریه، عراق، لیبیا او اروپا کې د دې ډلې حجرې "بیا فعالې کړي".

د راپور له مخې، چې په جولای کې خپور شو، "دا د القاعدې د بهرنیو عملیاتو د ترسره کولو اوږدمهاله لیوالتیا څرګندوي."

خو د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې د القاعدې مرکزي مشرتابه کمزورې پاتې شوې او "هڅه یې کړې چې خپلو ملګرو ته ستراتیژیک لارښوونه ورکړي، خو دا هڅه تر ډیره حده بې اغیزې وه."

خو د القاعدې دغه ملګري په خپلواکه توګه فعالیت کوي او په خپلو اړوندو سیمو کې ځواکمن پاتې دي.

د مثال په توګه، د الشباب ترهګره ډله، چې د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې له القاعدې سره یوځای شوه، د هغې تر ټولو پیاوړې ملګرې ډله ده او د سومالیا لویه برخه کنټرولوي.

دې ډلې د ګاونډي کینیا په شمول د سومالیا څخه بهر هیوادونو کې هم بریدونه ترسره کړي دي.

امریکا سږ کال د الشباب پر ضد ۳۴ هوايي بریدونه کړي دي، چې دا د دې ډلې له لوري ګواښ ته د واشنګټن د پاملرنې کچه په ډاګه کوي.

الشباب د القاعدې د بلې اصلي ملګرې - په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې (AQAP) - سره نږدې تړاو لري - چې په یمن کې فعالیت کوي او د متحدو ایالتونو د پرله پسې بریدونو هدف هم ګرځیدلی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، AQAP لا هم له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې جنګیالي لري. دا په داسې یو هیواد کې یو مهم ځواک دی چیرې چې بې قانونۍ پراخه ده او یو مثالی پټنځای چمتو کوي چې له هغه ځایه ترهګرې ډلې کولی شي عملیات وکړي، استخدام وکړي او بریدونه ترسره کړي. د AQAP ترټولو لوی ګواښ ښایي دا وي چې دوی د خپلو ځینو بریدونو د ترسره کولو لپاره د ټیکنالوژۍ د کارولو وړتیا ښودلې ده.

په راپور کې ویل شوي، "په جنورۍ میاشت کې وموندل شو چې، د AQAP جنګیالیو د ډرون د جام کولو د وسیلې په درلودلو په څو مواردو کې یې په بریالیتوب ډرونونه نسکور کړل."

په نړیواله کچه، ترهګري یوه جدي ستونزه ده، ځکه چې د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ د نړیوال تروریزم شاخص د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، د هغو هیوادونو شمیر چې ترهګریزې پېښې په کې ثبت شوي دي په ۲۰۲۴ کال کې له ۵۸ څخه ۶۶ هیوادونو ته لوړ شول.

په ۲۰۲۴ کال کې د ډېرو مرګونو مسؤلو څلورو ترهګرو ډلو څخه درې یې د القاعدې سره تړلې دي - جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (JNIM)، چې په ساحل سیمه کې فعالیت کوي، تحریک طالبان پاکستان (TTP)، او الشباب.

د ولسمشر مرستیال او د ترهګرۍ ضد لوړ پوړی رییس سیباستیان ګورکا د جولای په میاشت کې د ډیموکراسۍ د دفاع په بنسټ کې د یو بحث په ترڅ کې وویل چې د روان کال په پیل کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسیدو راهیسې، امریکا له ۲۵۰ څخه ډیر جهادیان په نښه کړي دي، چې له ۱۰۰ څخه ډیر یې مخکښ جهادیان دي.

په دې شمېره کې هغه کسان شامل نه دي چې په حوثیانو پورې اړه لري.

ګورکا وویل چې له ډېرې مودې راهیسې، د امریکا له نظره، د یولسم سپتمبر ګواښ وجود نلري، "په دې معنی چې القاعده [القاعده] په ۱۰۲ دقیقو کې د ۳۰۰۰ امریکایانو د وژلو وړتیا نلري، کوم چې د دوی خوب وو."

هغه وویل چې دا د امریکا د بریالیتوب نښه ده چې جهادیان اوس د خپلو قربانیانو د وژلو لپاره له موټر او چاقو څخه کار اخلي.

هغه زیاته کړه "هرکله چې دا پیښیږي او هرکله چې یو څوک مړ کیږي دا یوه تراژیدي ده، خو د هغه څه له مخې چې القاعده شل کاله دمخه وه، موږ ډیر بریالي یو."

ګورکا یادونه وکړه چې دا حکومت بالاخره غواړي د ترهګرۍ ضد عملیات ملګرو او متحدینو ته وسپاري.

هغه وويل: "موږ به د لنډو او سختو هڅو لړۍ ولرو، څو د امریکا لپاره د ترهګرۍ مخ په زیاتیدونکي ګواښ بې اغیزې کړو، چې په هغه وخت کې زموږ ملګري، زموږ متحدین، په منځني ختیځ او نورو ځایونو کې زموږ شریکان د ترهګرۍ د ځپلو عملیات پیل کړي."

د روان کال په جون میاشت کې، ولسمشر ټرمپ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکا ته د ۱۲ هیوادونو اتباع داخلیدو باندې محدودیت لګوي چې په کې افغانستان، یمن، سومالیا، ایران، لیبیا، سوډان، میانمار، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوایی ګینه، اریتریا او هایتي شامل دي.

ټرمپ وویل چې دا پریکړه د بهرنیو ترهګرو او نورو ملي امنیت او عامه خوندیتوب ګواښونو څخه د متحدو ایالتونو د ساتنې لپاره شوې ده.