امریکايي پوځیانو د نشه يي توکو دوه مشکوک قاچاق کوونکي وژلي

امریکايي پوځیانو یوه کښتۍ چې نشه يي توکي یې لېږدول، په راکټونو وېشتې ده.

د متحدو ایالتونو د پوځ سویلي قوماندانۍ (سوتکام) د دوشنبې په ورځ [اګست ۲۴مه] په خپلې اېکس پاڼې کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې "دا عملیات یو روښانه او پرېکنده یادونه ده چې سوټکام په مستقیمه توګه د ورانکارو ډلو سره جګړه پرمخ بیايي."

سوتکام زیاتوي چې پوځیانو د یکشنبې په ورځ [اګست ۲۳مه] د قوماندانۍ د مشر جنرال فرانسېس ډونوان د لارښوونې له مخې، "په ختیځ ارام سمندر کې د نشه يي توکو د قاچاق په خاصو لارو کې پر یوې کم پېژندل شوې کښتۍ یو وژونکی برید ترسره" کړ.

د اعلامیې پر بنسټ، "تصدیق شويو استخباراتي معلوماتو" ښودله چې دغې کښتۍ کې نشه يي توکي قاچاق کېدل. په برید کې دوه مشکوک قاچاق کوونکي ترهګر هم وژل شوي دي.

د سوتکام قوماندان جنرال ډونوان ویلي: "موږ به په لوېدیځه نیمه کره کې د نشه يي توکو ترهګرو ته اجازه ورنکړو چې د سزا له وېرې پرته فعالیت وکړي او نه به هم د هغوی وژونکي زهر ته اجازه ورکړو چې امریکايي ټولنو ته ورسېږي."

د امریکا پوځ په ۲۰۲۵ کال کې د "جنوبي نیزې" په نوم یو لړ عملیات پیل کړي چې موخه يي د ورانکارو او مافيايي شبکو، موندل، ګډوډل، او کمزوري کول دي. د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن عملاً په لاتینې امریکا کې د نشه يي توکو له جرمي شبکو او ورانکارو ډلو سره په جګړه کې دی.