امریکايي مرکچیان: پوتین سره مو په هغو نظریاتو خبرې وکړې چې تر اوسه یې کار نه و ورکړی

د متحدو ایالتونو د ولسمشر ځانګړی سلاکار، جېرډ کوشنر وویل چې د روسیې د ولسمشر ویلادمیر پوتین سره یې "په هغو ډېرو نظریاتو خبرې وکړې چې تر اوسه یې کار نه و ورکړی".

د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا ګمارل شویو مرکچیانو سټیف وېټکاف او جېرډ کوشنر د یکشنبې په ورځ [سپټمبر ۶مه] په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي سره تر دریو ساعتونو زیاتې خبرې کړې دي.

ویټکوف خبرې اترې د پام وړ او معنی لرونکې وبللې او ټینګار وکړ چې امریکا به خپل منځګړیتوب ته دوام ورکړي.

وېټکاف وویل چې دوي له ښکېلو خواوو سره د خپلو خبرو په اړه "واقعاً ښه احساس" کوي.

د متحدو ایالتونو د ولسمشر ځانګړی سلاکار، جېرډ کوشنر وویل چې د روسیې د ولسمشر ویلادمیر پوتین سره یې "په هغو ډېرو نظریاتو خبرې وکړې چې تر اوسه یې کار نه و ورکړی".

زېلنسکي ویلي ښايي له روسیې سره یې جګړه تر راتلونکي ژمي پورې دوام ومومي.

د اوکراین ولسمشر ویلي چې اوکراین "د هوایي دفاع او هم د انرژۍ" په برخو کې د خپلو متحدینو په ملاتړ حساب کوي.

مسکو او کییف ته د امریکايي مرکچیانو سفر په داسې یو وخت کېږي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د څلور نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره کوښښونه زیات کړي دي.

کرملین وايي چې له اوکراین او متحدو ایالتونو سره د سولې د مذاکراتو له بیا پیل کولو څخه باک نه لري.

د روسیې د ولسمشر ویاند ډمېتري پېسفکوف ویلي چې مسکو د "درې اړخیز فارمټ د بیا پیلولو امکان نه ردوي".

واشنګټن تردې مخکې هم د مسکو او کییف ترمنځ د سولې لپاره د منځګړتوب هڅه کړې وه او دادی دا بهیر اوس یو څه چټک شوی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د جمعې په ورخ ویلي وو چې دی د جګړې د پای ته رسولو په موخه، د روسیې او اوکراین ولسمشرانو ته د واشنګټن نوي وړاندیزونه مطرح کوي خو پدې اړه یې زیات وضاحت نه دی ورکړی.