د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې یو افغان او یو سودانی د متحدو ایالتونو د نوادا په ا یالت کې په ناقانونه توګه رایې اچوونې تورن شوي. دوی دواړو ګرین کارتونه (دایمي اقامه) لرل.
د متحدو ایالتونو د قانون له مخې د ګرین کارت لرونکي د فدرال په ټاکنو کې د رایې ورکولو حق نه لري.
د عدلیې وزارت وایي چې افغانه خالده ساپۍ نومېږي او د ۲۰۲۴ کال په عمومي ټاکنو کې یې رایه ورکړې وه.
د وزارت بیان وایي چې دا کس منیز الزبیر علي یوسف نومېږي او په همدې کال کې یې ناقانونه رایه ورکړې وه.
د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت وایي دوي دواړه په امریکا کې د ناقانونه رایې ورکولو له تور سره مخامخ دي، چې حد اقل سزا یې یو کال زندان او ۱۰۰زره ډالر جریمه ده.
لا معلومه نه ده چې دوی به کله محکمې ته وړاندې کېږي.