اندرابي: د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په 'دولتي کچه' له افغانستان سره خبرو ته چمتو یو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې چمتو دي چې د افغانستان سره په "دولتي کچه" خبرې اترې وکړي.

د وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ [اګست ۲۷مه] په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته ویلي چې د خبرو اترو میکانیزم باید د "یوازې ډاډ ورکولو پر ځای، ښکاره کړنو" پورې تړلي وي.

د پاکستان دغه حکومتي ویاند زیاته کړې چې د طالبانو حکومت باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.

اسلام اباد په داسې حال کې له افغانستان سره د خبرو اترو لپاره چمتوالی ښودلی چې پدې وروستیو کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجمنو مسایلو په اړه د خبرو اترو لپاره د یو میکانیزم د رامنځته کېدو وړاندیز کړی و.

پاکستان د روان کال په لومړیو میاشتو کې د افغانستان په مرکز کابل او ځینو نورو سیمو باندې هوايي بریدونه وکړل. پاکستاني چارواکو ټینګار کاوه چې په خپلو بریدونو کې یې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي دي.

ملګري ملتونه او د طالبانو حکومت وايي چې د پاکستان په بریدونو کې ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي. افغان طالبان دا ادعاوې ردوي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې شته او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي، د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړو د پیل کېدو وروسته، د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي څانګې امریکا غږ ته د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي وو چې واشنګټن پاکستان او طالبان هڅوي چې خپلې شخړې "د خبرو او دیپلوماسې" له لارې حل کړي.