د ورځې غوره انځورونه

څو قزاقستانی نارینه د هغه باز د لیدلو په حال کې چې یو سوی یی ښکار کړی دی.

د چین د ژوانګ په خود مختار سیمه که د یائو قومي لږکیو ښځې د یوه سیمیز جشن لپاره د خپلو ویښتانو د ګمنځولو په حال کې.

د ټایلند په ایوتایا ښار د اوبو په جشنواره کې یوه زدکونکې انجلۍ له هغه فیل څخه د تیښتې په حال کې چې اوبه پاشي.

د هند په احمد اباد ښار کې یو نارینه د ګرمۍ له کبله د سیرماتي سیند په پله ویده شوی دی.

د چین په هنان ولایت کې یوه ښځه او نارینه د خپل واده په ورځ د عکس اخیستو په حال کې.

په برازیل کې ۱۴۹ کسانو په نړۍ کې د یو نوي ریکارد د جوړولو په خاطر خپل ځانونه له پله څخه ځوړند کړي دي.

د بوسنیا هرزوګوینا د پادابراولیا په سیمه کې یو نارینه د توپ ډوله تیګې د چاپیر د پاکول په حال کې چې ۳،۳۰ متره قطر او ۳۵ تنه وزن لري.

د مالیزیا په پنانګ جزیره کې د پایتون یو مار چې د ژوو د ژغورنې معمورینو د یوه هوايي پله لاندې نیولی دی.