د ورځې غوره انځورونه
د وللرریکا غر چې په چلي هیواد کې تر ټولو فعاله اور غرځونکی غر دی.
په لندن کې د چاپیریال د ککړتیا په وړاندې د یوې معترضې ډلې غړو د ملکه وکتوریا د مجسمې پر مخ یو ماسک ایښی دی.
د مدیترانې په اوبو کې پر یوې پلاستیکې کیښتۍ سپاره پناه غوښتونکي له یوې مسافر وړونکې بیړۍ څخه د مرستې غوښتلو په حال کې.
د امریکا د تکزاس ایالت د هوستون د ښار یو اوسیدونکی له سیلاو څخه د خپلې میرمنې د ژغورلو په حال کې. په دې څو تیر ورځو کې د تکزاس په ایالت کې سخت بارانونه شوي دي.
د پسرلي په لومړیو کې د سئول ښار د تنظیف یو کارکونکی د جنوبي کوریا د یوه نامتو امیر البحر، یې سان سن، د مجسمې د پاکلو په حال کې.
د پاکستان د اسلام آباد ښار په ګرمې هوا کې یو نارینه د یوه بند اوبو ته ناست دی.
د بلجیم د هلي ښار په ځنګل کې د پسرلي موسم.
د شلي هیواد د سانتیاګو ښار یو تجارتي مرکز چې د باران اوبه ورننوتې دي.
دوه وړې کیښتۍ چې د ویتنام د کا مائو ښار د یوه واړه سیند په تله کې ولاړې دي. د ویتام د کرهنې وزارت د چارواکو په وینا، دغه هیواد له داسې یوې وچکالۍ سره مخ دی چې په تیرو ۹۰ کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی.