د ورځې غوره انځورونه
د سوریې په حلب ښار او د بشارالاسد د حکومت ضد ډلو تر ولکې لاندې سیمه کې یوه ښځه چې په یوه هوايي برید کې ټپي شوې ده.
د سوریې په حلب ښار او د بشارالاسد د حکومت ضد ډلو تر ولکې لاندې سیمه کې خلک د هغو ویجاړړو ودانیو څخه د وتلو په حال کې چې څو شیبې وړاندې پرې هوايي برید شوی دی.
د کینیا د وحشي ژوو د ساتنې ادارې ۱۰۵ تنه د فیل عاجونه چې له قاچاقبرانو څخه يې تر لاسه کړي د دغه هیواد په ملي پارک کې راغوڼډ کړي تر څه یې وسیځي او له دې سره غواړي چې د فیلانو د غیر قانوني ښکار مخه ونیول شي.
یو هلک چې د هند د کلکته ښار له ګرمې هوا څخه د یوې ویالې یخو اوبو ته پناه وړې ده.
په سویس کې د مناسبې ګرمې هوا د نشتون له کبله بزګرانو د انګورو تاکونو ته حرارتی څراغونه لګولي دي.
په جرمني کې د فولکس واګن شرکت د نویو تولید شویو موټرو پارکینګ.
د هند د چمراجندرا په ژوبڼ کې یوه څلور میاشتنۍ بیزو چې خپل مور شړلې ده، له یوه مصنوعی بیزو سره د لوبو په حال کې.
په سویس کې د هغه بایسکل چلونکو انځور چې غواړي ۱۷۳ کیلومتره واټن کې سره سیالي وکړي.
د استرالیا په سدني ښار کې له یوې لویې هنري نندارې مخکې د ګډا تمرین.
د روسیې له یوه نوي فضایي مرکز څخه د سیوز راکټ د توغولو شیبه چې درې سټلایټه له ځانه سره فضا ته وړي.