ارجنټاین یوځل بیا د فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته ووت

د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې د چهارشنبې په ورځ (جولای ۱۵) انګلنډ ته د یو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه او د فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته یې لار ومونده.

د اتلانتا په لوبغالي کې، ددې لوبې په لومړۍ نیمايي کې هیڅ لوری د ګول په وهلو ونه توانېد.

د لوبې په ۵۵مه دقیقه کې د انګلنډ لپاره انتوني ګورډن د مورګن راجرز په مرسته لومړنی ګول وواهه.

د لوبې تر ۸۰مې دقیقې پورې داسې ښکارېده چې انګلنډ به له لسیزو وروسته د نړیوال جام اتلولۍ ته د رسېدو چانس ترلاسه کړي. خو په ۸۵مه دقیقه کې د ارجنټاین اینزو فرناندېز د لیونل میسي د پاس په مرسته توپ د انګلنډ جال ته ورساوه او لوبه یې مساوي کړه.

د اضافي وخت په لومړیو دوو دقیقو کې، ارجنټایني لاوتارو مارتینېز د میسي یو بل پاس په سر ګول کړ او خپله لوبډله یې له انګلنډ څخه مخکې کړه.

مېسي په دې نړیوال جام کې اته ګولونه او څلور پاسونه (اسیستونه) لري، او د چهارشنبې د دوو اسیستونو په مرسته یې د نړیوال جام په تاریخ کې د ۱۲ اسیستونو ریکارډ هم جوړ کړ.

ارجنټاین تراوسه درې ځله د فوټبال نړیوال جام ګټلی دی.

ارجنټاین چې د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام اتله لوبډله ده، اوس په پایلوبه کې له هسپانیې سره مخامخ کیږي.

پایلوبه د یکشنبې په ورځ د نیویارک - نیوجرسي په لوبغالي کې کیږي.