د ارتمیس۲ ستورمزلي ساینسپوهانو ته د سپوږمۍ د تاریخي لیدنې په اړه معلومات ورکوي

ټاکل شوې چې څلور ستورمزلي به نن سه شنبه (اپریل اومه) په ځمکې کې د ساینسپوهانو سره خبرې وکړي او هغه څه تشریح کړي چې دوی د سپوږمۍ شاوخوا ته په خپل تاریخي سفر کې لیدلي، دا د متحد ایالتونو د فضايي ادارې (ناسا) د ارتمیس۲ د ماموریت یوه برخه بلل کېږي.

درې امریکایانو او یو کاناډایي د دوشنبې په ورځ د انسانانو لخوا فضا ته د سفر کولو ریکارډ جوړ کړ، چې ۴۰۶،۷۷۱ کیلومتره واټن یې وواهه.

دوی لومړني ستورمزلي دي چې له څه باندې ۵۰ کلونو څخه وروسته سپوږمۍ ته ځي.

ناسا ستورمزلو ته دنده سپارلې چې عکسونه واخلي او د سپوږمۍ په سطحه د الوتنې پرمهال د هغه څه په اړه مفصل توضیحات ورکړي چې لیدلي یې دي.

ستور مزلو د لمر د کسوف لیدلو سربیره، راپور ورکړی چې د سپوږمۍ له سطحې سره د شعاعي ډبرو د لګېدو رڼاګاڼې یې هم مشاهده کړي.

کاناډايي ستورمزلي جیریمي هینسن د سپوږمۍ شاوخوا الوتنه "یوه غیر معمولي انساني تجربه" بللې.

نوموړي وویل چې هغوی "تاریخ جوړ کړ" او ده ورته سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

ناسا ویلي چې ستورمزلي به د سه شنبې په ورځ په ځمکې کې له ساینسپوهانو سره تر خبرو وروسته او د بېرته راښکته کېدو په اړه تر فکر کولو مخکې به ټوله ورځ فارغ وي.

ټاکل شوې چې دغه څلور ستور مزلي به د جمعې په ورځ ناوخته بېرته ځمکې ته راښکته شي.