د ناسا د راتلونکي ماموریت دپاره د ډلې غړي اعلان شول

د آرټیمیس درې راتلونکي ماموریت څلور ټاکل شوي ستورمزلي

د امریکا فضايي ادارې ناسا (NASA) د سه‌شنبې په ورځ هغه څلور ستورمزلي (فضانوردان) معرفي کړل چې د دې ادارې د آرټیمیس درې راتلونکي ماموریت برخه به وي. دا ماموریت د ناسا د هغو پلانونو بل مهم ګام دی چې هدف یې د سپوږمۍ سطحې ته د ستورمزلو بېرته ستنول دي.

د ناسا مشر جېرډ ایساکمن د ټکساس ایالت د هوسټن ښار په جانسن فضايي مرکز کې په یوې غونډې کې د دریو امریکایي او یو ایټالوي ستورمزلي په ګډون د راتلونکي ماموریت ډله اعلان کړه.

ناسا خپل آرټیمیس پروګرام داسې طرحه کړی چې هغه ټول عناصر وازمويي چې په سپوږمۍ کې د ستورمزلو د خوندي ناستې لپاره اړین دي. د اوسني پلان له مخې، دا کار ښايي د ۲۰۲۸ کال په لومړیو کې وشي.

د ناسا مشر جېرډ ایساکمن وویل:"تاسو د تېرو نسلونو راهیسې د څېړنې او راسپړنې اور له ځان سره لېږدوئ، د دې ادارې ډاډ، د دې ملت ملاتړ، او د میلیونونو خلکو هیلې تاسو سره دي چې تاسو به دیته وهڅوي چې هغه څه چې نور یې ناشوني ګڼي، هغه څه دي چې موږ یې دلته په ناسا کې تر ټولو ښه ترسره کوو."

دغه ماموریت به شاوخوا دوه اوونۍ وخت ونیسي.

د دې ماموریت قوماندان امریکایی رانډي بریسنیک دی، چې له دې مخکې یې دوه ځله فضا ته سفر کړی دی.

ایټالوی ستورمزلی لوکا پارمیتانو به هم خپل درېیم فضايي سفر ترسره کړي او د آرټیمیس درۍ ماموریت د پیلوټ په توګه به دنده ترسره کوي.

امریکایي فرانک روبیو به د ماموریت د متخصص په توګه کار وکړي، او دا به یې دوهم فضايي سفر وي.

دوهم امریکایي متخصص، اندرې ډګلس ، به د لومړي ځل لپاره فضا ته ولاړ شي.

د آرټیمیس III اصلي تمرکز دا دی چې وازمويي د اوریون فضايي کپسول څنګه له هغې تلونکې بېړۍ سره نښلېږي چې په راتلونکي کې به ستورمزلي سپوږمۍ ته ورسوي.

ناسا له خصوصي شرکتونو بلو اوریجن (Blue Origin) او سپېس اېکس (SpaceX) سره کار کوي، چې دواړه سپوږمۍ کې ښکته کېدونکې بېړۍ جوړوي. ټاکل شوې دا ازموینې په ۲۰۲۷ کال کې د ځمکې په ټیټ مدار کې ترسره شي.

عمله به د بلو اوریجن د بېړۍ سیسټمونه وازمويي، بیا به ترې جلا شي او د سپېس اېکس د بېړۍ راتګ ته به انتظار وباسي ترڅو ورسره ونښلول شي او ورته ازموینې هم ترسره کړي.

د روان کال په پیل کې د آرټیمیس دوه ماموریت په ترڅ کې د ستورمزلو د اوریون فضايي بېړۍ وړتیاوې وازمویلې. هغوی د لسو ورځو په ماموریت کې د سپوږمۍ شاوخوا الوتنه وکړه او بیا ځمکې ته راستانه شول.

د آرټیمیس درۍ قوماندان بریسنیک وویل چې هر نوی ماموریت تر مخکیني ډېر ستونزمن او پېچلی وي.

هغه زیاته کړه:"فضايي سفر اسانه نه دی، او همدا لامل دی چې د آرټیمیس تر ټولو مهم ماموریت به تل راتلونکی آرټیمیس ماموریت وي."