د ٢٠١٥ کال د اگست ١٧

د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې مراسم د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په کابل کې د خپلواکۍ د څلي تر څنګ د ګلانو د ګیډۍ په ايښودلو سره په رسمي ډول پیل شول

د کابل په تعلیمي مرکز کې افغانې سرتیرې د تمرین پر وخت

د افغانستان د بامیان ولایت د بند امیر لرغونې صبیعي ساحه په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د افغانستان د لومړني ملي پارک په توگه اعلان شو.
 

د ترکیې په اسنانبول ښار کې د کردي نیمه پوځیانو پر وړاندې د هغه هیواد د پوځي عملیانو پر ضد د خلکو اعتراض

 

د پاکستان د پنجاب ولایت د کورنیو چارو د وزیر د اوسیدو پر ځای باندې د ځانمرگي برید وروسته شیبې..

د برازیل د ولسمشرې پر ضد د هغه هیواد د خلکو مظاهرې

د چین د تیانجن ښار ته نژدې له چاودنو وروسته چینایي سرتیري په سیمه کې د کیمیایي موادو د شتون لټه کوي


 

د سودان اومدورمان په ښار کې د نوبا په غرونو کې د یوې قبیلې پهلوان د نړۍ د بومي وگړو د یادښت د نړیوال جشن په ورځ د خپل کلتور ننداره وړاندې کوي
 

د امریکا برحاله جمهور رئیس باراک اوباما او پخوانی جمهور رئیس بل کلنتن د مسه چوستس ایالت په اوک بلف ښار کې د گلپ د لوبې پر مهال.
 

د لبنان د جنوب په ناقوره ښار کې د یو شخص پر قالینې باندې د ارنستو چگوارا تصویر


 

د جاپان په کنه گاوای ښار کې د د زوما په فیستوال کې د گل آفتاب پرست د کښت ننداره

د استرالیا د ملي ټیم غړي د نتبال په نړیوال کپ کې د نیوزیلاند پر وړاندې د خپل بریالیتوب جشن لمانځي

 

د نړیوالې جگړې د پای ته رسیدو د اویایمې کلیزې په مراسمو کې په پیرل هاربر، کې د اورلوبې ننداره


 

د یونان د کاش ټاپو په ساحل کې دوه پناه غوښتونکي. د افغانانو په گډون په زرگونو بهرني پناه غوښتونکي اروپا ته د رسیدو په هیله د یونان دې ټاپو ته مخه کړې ده

 

د مشتري ستوري انصور په یوه ښکلې هنري اثر کې