د ورځې غوره انځورونه
د ۲۰۱۶ کال د المپیک په سیالیو کې د جماییکا هیواد نامتو لوبغاړی یوسین بولت یو ځل بیا وتوانید چې د نارینو د ځغاستې د سل متره او دوسوه متره سیالیو د سرو زرو مډالونه وګتي او د نړۍ تر ټولو چټک انسان لقب خپل کړي.
د کالیفورنیا ایالت د سان برناردینو سیمه کې اورلګیدنه چې لوګۍ یې د سړک له سره تیریږي.
د کالیفورنیا ایالت د کن بروک سیمه کې یو هلیکوپتر چې د ځنګله په اور اوبه شیندي.
د سعودي عربستان په قادسیه سیمه کې د بهرنیو کارګرانو د اوسیدو سیمه.
د اکراین د استقلال جشن څخه ځو ورځې وړاندې کارګران د کیف ښار د استقلال میدان د جمتو کولو په حال کې.
په شپه کې د نیاګارا آبشار یو انځور.
د امریکا د الاسکا ایالت د دنالي ملي پارک یو څڼډه. (انځور د متحده ایالاتو د کانګرس له کتابتون څخه)
د امریکا د اریزونا ایالت د ګراند کانین ملي پارک یو څڼډه. (انځور د متحده ایالاتو د کانګرس له کتابتون څخه)