د ٢٠١٥ کال د اگست ٣

په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډگر
 

د سپوږمی د څلوارلسمې شپې انځور چې له دریو کالو وروسته بیا په یوه میاشت ولیدل شو. دا پیښه د سږکال د جولای د میاشتې په ٣١ رامنځ ته شوه.

د سختو بارانونو په نتیجه کې سیلاب د برما د کالا ښار لاندې کړ

د کالیفرنیا په ایالت د تیرې اونۍ اور اخیستنې ۲۷۰۰۰ زره هکتار ځنگل له مینځه یووړ
 

د چین په ژیانگسو ولایت کې د هوا د تودوخې له کبله خلک د ورځې د گرمۍ په وخت پاکونو او د اوبو ډندونو ته مخه کوي.
 

د روسیې د ریازان په ښار کې د نندارې پر وخت د یوې هیلکوپتر د پرزیدو د پیښې تصویرونه

د رییونین په جزیره کې د پیتون دی له فورنیس د اورغوزونکي غره خوله، چې د نړۍ یو له فعالو آتشفشانونو څخه دی
 

د نیویارک په ښار کې د امپایر ستیت پر ودانۍ د سیسیل زمري تصویر. دا کار د حیواناتو د ژغورنې په هکله د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړتیا په خاطر شوی دی
 

د مصر د هوایي پوځ اف ١٦ ډوله الوتکې د هوایي نندارې پر وخت. دا الوتکې د مصر او امریکا ترمنځ د یوې دورې سړو اړیکو وروسته د یو نوي فصل څرگندونه کوي جچې تازه هغه هیواد ته لیږدول شوې دي.

د برازیل د ریو دی جنیرو ښار د ٢٠١٦ کال د المپیک د لوبو ښارگوټی چې ساختماني چارې یې روانې دي

 

د برما د کالای ښار چې د یکشنبې په ورځ هم تر اوبو لاندې شوی و

 

په ترکیه کې د لومړي سلطان سلیم د پل کامپیوتری موډل، دا پل به له پرانستلو وروسته د نړۍ تر ټولو پراخ پل وي چې د بوسفور د تنگې دپاسه له جوړیدو وروسته، د اروپا او آسیا وچې سره نښلوي.