د ورځې غوره انځورونه
د اندونیزیا د استقلال د ۷۱ کلیزې په ورځ یو شمیر نارینه چې د ټوکو او د خلکو د پاملرنې د جلب لپاره یې د فوټبال په لوبه کې ښځینه جامې اغوستې دي.
د ترکیې په جنوب کې د واده په یوه محفل کې د ورستي ځانمرګي برید قربانیانو ته تیار شوي قبرونه.
د هند د االله آباد او د کنګا سیند غاړه چې د بارانونو له کبله سیلاو پکې راغلی او دوه ماشوم چې د څراغونو له پایو سره لوبې کوي.
د سوریې په حسکه سیمه کې د یوې کورنۍ ټول غړي پر موټرسایکل د تیښتې په حال کې.
د اکراین د کیف ښار په یوه شخصي ژوبڼ کې یوه سپینه زمرۍ.
د روسیې په کراسنویارسک ښار په یوه تفریحي پارک کې خلک د سرګرمۍ په حال کې.
د برازیل د ریو دو ژانیرو ښار کې د ۲۰۱۶ کال د المپیک لوبو د پای ته رسیدو وروسته، د دغه ښار د المپیک پارک یوه څڼډه.
د سومالیا په موګادیشو ښار کې یو نارینه د یوه کوچني نهنګ د انتقال په حال کې.