په اطریش کې د برقعې اغوستو لپاره میرمنې جریمه کیږي

هغه کسان چې لدې قانون څخه سرغړونه وکړي ١٨٠ ډالره جریمه کیږي

په اطریش کې د یوه نوي قانون له مخې په عامه ځایونو کې په څادر او ماسک د مخونو پټول ممنوع شوي دي.

دیته ورته یو قانون په فرانسې او بلجیم کې هم پلی کیږي. په اطریش کې د اقلیت مسلمانو ډلو د حجاب پر ممنوعیت د هغه هیواد نوی قانون غندلی او ویلي چې یوازې لږ شمیر خلک نقاب اخوندي چې ټول مخ پټوي.

د دې اقدام په وړاندې یوه مظاهره کوونکې، کرینا داله وایي "ښځې باید د خپلو د جامو اغوستو ازادي ولري. دلته ډیرې داسې ښځې شته چې دا ازادي نلري او په زوره ورباندې داسې جامې اغوستل کیږي خو زه فکر کوم چې دا اقدام به د دې کار ځواب نوي. که په مجموع کې مونږ ښځې قدرتمندې کړو خو د هغوی نه د جامو اغوستو ازادي وانخلو دا به ښځې نورې هم قدرتمندې کړي."

د یکشنبې په ورځ (د اوکتوبر اول) نه د اطریش حکومت یو قانون تصویب کړ چې له مخ یې د غرونو د لمن نه لرې د سکې سپورت ماسک، د روغتون نه دباندې د روغتیایي ماسک او په عامو ځایونو کې پر مخ باندې د هر ډول نقاب اغوستل ممنوع کوي.

هغه کسان چې لدې قانون څخه سرغړونه وکړي یو سلو اتیا ډالره جریمه کیږي. پولیسو ته واک ورکړل شوی چې د هغو کسانو پر ضد زور وکاروي چې خپل مخونه نه ښکاره کوي.

دا قانون په هغو سیلانیانو هم تطبیق کیږي چې د عربي هیوادونو څخه اطریش ته راغلي وي او برقع یا نقاب اغوندي.