په عراق کې د یوې امریکایۍ خبریالې د موندلو لپاره هڅې روانې دي

یوه امریکایۍ خبریاله د سه‌شنبې په ورځ په بغداد کې وتښتول شوه او دوه پولیس چارواکي وايي چې د موندلو لپاره یې په ښار کې ګزمه روانه ده.

د عامه اړیکو په چارو کې د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیلن جانسن ویلي چې وزارت د عراق په بغداد کې د امریکايۍ خبریالې شیلي کېټلسن د تښتول کېدو په راپور خبر دی.

جانسن د سه‌شنبې په ورځ په اېکس پاڼې کې لیکلي: "د بهرنیو چارو وزارت له وړاندې دې کس ته د هغوی پر وړاندې د ګواښونو په اړه د خبرداري په رسولو کې خپله دنده ترسره کړې او موږ به فدرالي تحقیقاتو ادارې سره همغږۍ ته دوام ورکړو څو ژر تر ژره د هغوی خوشې کېدل یقیني کړو."

جانسن زیاته کړې: "یو کس چې د ایران پلوه ملېشه ډلې کتائب حزب الله سره اړیکې لري او ګومان کیږي چې په تښتونو کې ښکېل و، د عراقي چارواکو له خوا نیول شوی دی."

هغه زیاته کړه چې عراق ، د سفر لپاره د خبرداري په څلورمه ګټګورۍ کې دی او امریکایانو ته سپارښتنه شوې په هر دلیل چې وي دغه هېواد ته د سفر کولو نه ډډه وکړي او همداوس ترې ووځي.

د جانسن په حواله، د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو د کارکوونکو په ګډون ټولو امریکایانو ته مشوره ورکوي چې د سفر هر ډول خبرداری په پام کې ونیسي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت د یوې خبریالې د تښتول کېدو خبر تایید کړی و خو د ملیت په اړه یې څه ویلي نه وو. وزارت تایید کړه چې یو شکمن کس نیول شوی او د خبریالې د موندلو او خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

په منځني ختیځ کې یوې خبري رسنۍ ال‌مونیټر ویلي چې کېټلسن په روم کې مېشته آزاده امریکايۍ خبریاله ده او هغې په سیمه کې د بېلابېلو جګړو په اړه د د ال‌مونیټر لپاره راپورونه او مقالې لیکلي دي.

د پولیسو د راپور له مخې کېټلسن د څلورو کسانو لخوا چې ملکې جامې یې اغوستې وې په یو موټر کې تښتول شوې ده. د پولیسو په وینا د خبریالې د لټون لپاره د بغداد پر ختیځه برخه کې هڅې روانې دي.

کتائب حزب الله ډلې همدارنګه ویلي و چې د پرنسټن پوهنتون د فارغ التحصیله، اسرائیلي الاصله روسۍ الیزابت تسورکوف دوي تښتولې ده. هغه تېر کال د سپټمبر په میاشت کې په یرغمل کې د ۹۰۰ ورځو له تېرولو وروسته، خوشې شوه.