عراقي پولیس وایي یوه ځانمرګه برید کونکي په بغداد کې د پولیسو په اکاډمۍ باندې په حمله کې لږ تر لږه ١٥ کسه وژلي دي اوشل تنه نور یي زخمي کړیدي.
امنیتي قواوي وایي دغه بم چوونکي نن د پولیسو د اکاډمۍ په دروازه کې ځان په بمونو والوزاوه.
د روغتون مامورینو د همدومره تلفاتو خبره کړیده.
دغې چاودنې په عراق کې د یو څه وخت نسبي کراري چې په دې څو اونیوو کې حملې کمې شویدي ، گډوډه کړې ده.