د هرمز تنګي ته د اجازې په تمه بېړۍ د بندر عباس په اوبو کې ولاړې دي

د دوشنبې په ورځ (د جون لومړۍ نېټه) د ایران د بندر عباس بندر په اوبو کې هغه بېړۍ لیدل کېدلې چې د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو اجازې ته په تمه وې.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې لا هم اوږدې شوې دي، او ایران او متحده ایالاتو دواړو ویلي چې پر پوځي هدفونو یې بریدونه ترسره کړي دي.

د امریکا پوځ ویلي چې د اوونۍ په پای کې یې د ایران د هوايي دفاع سیستمونه، د ځمکني کنټرول یو مرکز او دوه بې‌پیلوټه الوتکې په نښه کړې دي.

د متحدو ایالتونو په وینا دغو بې‌پیلوټه الوتکو او نورو «تهاجمي ایراني اقداماتو» د کښتیو لپاره ګواښ رامنځته کړی و چې په هغو کې په نړیوالو اوبو کې د یوې امریکایۍ بې‌پیلوټه الوتکې ویشتل هم شامل دي.

بندر عباس، چې د ایران تر ټولو لوی سوداګریز سمندري بندر او د دې هېواد مهمه سمندري پوځي اډه هم ده، د فارس خلیج او د ستراتیژیک اهمیت لرونکي هرمز تنګي پر جنوبي ساحل کې موقعیت لري.