بنگله دېش د جماعت اسلامي مشر اعدام کړ

مطیع الرحمان نظامي پنځم جگپوړی سیاستوال دی چې د ٢٠١٣ کال راهیسي په دا ځړول کیږي

د بنگله دیش د جماعت اسلامي د گوند مشر مطیع الرحمان نظامي په ١٩٧١ کال کې د پاکستان څخه د خپلواکۍ په جگړه کې د بنگله دیشیانو پر وژلو تورن شوی وو او محکمې په اعدام محکوم کړی وو.

د کورنیو چارو وزیر اسدالزمان نن سهار وویل چې ٧٣ کلن مطیع الرحمان نظامي نن سهار وختي د ډهاکې په زندان کې اعدام شو.

د بنگله دیش حکومت د پاکستان څخه د ازادۍ په نهه میاشتنۍ جگړه کې د جنگي جرمونو د څیړنې د پاره یوه اختصاصي څارنوالۍ جوړه کړې ده او د هغو کسانو د دوسیو څیړنه کوي چې د پاکستاني پوځ سره پر همکارۍ تورن شوي دي.

ښاغلی نظامي د ازادۍ د جگړې پر مهال د جماعت اسلامي ځوانانو د تنظیم غړی وو او د پاکستاني پوځ سره په گډه د بنگله دیشانو په وژلو تورن وو.

اختصاصي محکمې په اتو پیښو کې مجرم وبللو، خو ده د هیڅ یو جرم اقرار ونکړ.

بنگالیانو په ١٩٧١ کال کې د یوې خونړۍ په ترڅ کې له پاکستان څخه خپلواکي واخیسته

بنگله دیش وایي چې پاکستاني سرتیرو د مطیع الرحمان په څیر د خلکو په مرسته، ٣ میلیونه بنگله دیشیان وژلي وو، په ٢ لکه ښځو یې جنسي تیری کړی وو او ١٠ میلیونه خلک یې بې کوره کړي وو.

د جگړې په پای کې پاکستانی پوځ تسلیم شو او بنگله دیش د ازادی اعلان وکړ چې تر هغې مخکې ختیځ پاکستان وو.

ښاغلی نظامي پنځم جگپوړی سیاستوال وو، چې د ٢٠١٣ کال راهیسي په دا ځړول کیږي. تر دې مخکې د جماعت اسلامي ٣ نور غړي او یو د پخوانۍ صدراعظمې خالده ضیا د گوند غړی اعدام شوی وو.

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار ډلې ددې مذهبپاله سیاستوال اعدامول غندلي دي او د محاکمې پر شفافیت یې نیوکې کړي دي، خو حکومت وایي چې په عدلي او قضایي چارو هیڅ ډول نیمگړتیا نه وه او ټول قانوني اصول په پام نیول شوي دي.