بنگلدیش د مخالفو اعتراض کوونکو په نیولو پیل کړی

د بنگله دیش پولیسو د یکشنبې په ورځ ٢٠٠ د حکومت ضد اعتراض کونکي ونیول. دوی د ٢٠٠٨ کال د عمومي انتخاباتو نه وروسته د ټول ملک په اعتصاب کې د گډون په سبب نیول شوي دي.

د بنگله دیش ملي گوند چې د پخوانۍ صدراعظمې خالده ضیا لخوا رهبري کیږي دغه اعتصاب رابللی دی. دوی په دې اعتراض کوي چې د ملي عوامي لیگ حکومت خلکو ته د خدماتو لکه برښنا، گاز او اوبو په برابرولو کې پاتی راغلی دی.

عوامي لیگ وايي چې اعتراض بې موجبه دی، او دگوند یوه عمده غړي وویل چې حکومتي مراکز لگیا دي ښه کار کوي.

په په نیول شوو کې د کابینې یو پخوانی غړی او د مخالف گوند دوه مهم غړي شامل دی.

تلویزیوني رپوټونه وايي چې د لس زرو امنیتي کارکونکو او د مخالف گوند د پلویانو ترمنځ اخ و ډب پیښ شو. په دې پیښو کې څو کسان ژوبل شول.

حکومت د بنگله دیش په پایتخت داکه کې لس زره پولیس ځای په ځای کړی دی چې د اعتصاب په وخت کې امنیت ټینگ کړي. ښونځي او دفترونه په دغه ښار کې بند دي.

په پای تخت کې ځنې فعالین د شنبې په ورځ د اعتصاب نه مخکې ونیول شول. مقاماتو وویل دغه کسان د موټرو په سوځولو تورن دي.