د غزني په مالستان او جاغوري کې د جګړې دوام

د غزني ولایت د مالستان او جاغوري ولسوالیو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې لا هم په دغو ولسوالیو کې جګړه روانه ده.

د مالستان ولسوال ضامن‌علي هدایت امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې لا هم د وسله‌والو طالبانو له خوا کلابند دي او په دغې ولسوالۍ کې جګړه ختمه شوې نه ده.

د غزني د ولایتي شورا غړې فاطمه رحیمي وايي، په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو تر کنترول لاندې کلیو کې، دغې ډلې زیات شمیر وسله‌وال ځاي پر ځای کړي دي.

د هغې پر وینا اوسمهال په دغې ولسوالۍ کې په وقفه‌يي ډول نښتې دوام لري.

آغلې رحیمي زیاته کړه، چې افغان ځواکونو د قره‌ باغ ولسوالۍ له لارې د جاغوري په لور حرکت کړی دی.

د غزني پولیسو په یو بیان کې ویلي، چې په جاغوري، مالستان، ګیرو، اندړ، قره باغ او د غزني د مرکز په اړوند سیمو کې یې د وسله‌والو طالبانو اوه بریدونه په شاتمبولي دي.

د بیان له مخې په دغو نښتو کې دواړو خواو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.