بي بي سي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د هغې وینا د ناسم اصلاح لپاره بخښنه وغوښته چې ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه کړې وه.
بي بي سي ویلي دي چې د دوی اصلاح داسې یو ناسم تصور ورکړی چې ګواکي ټرمپ د تاوتریخوالي غوښتنه کړې وه.
بي بي سي منلې چې د ټرمپ د هغې وینا په ویدیویي اصلاح کې "د قضاوت خطا" کړې چې ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه نېته د سپینې ماڼۍ څخه د باندې خپل ملاتړو ته کوله.
په هغې ورځ د ټرمپ پلویانو د ۲۰۲۰ کال د نومبر میاشتې د ټاکنو په خلاف سوله ایز اعتراضي لاریون په لاره اچولی ؤ. د ډونالډ ټرمپ پلویان په دې باور وو چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې تقلب شوی و او ټرمپ د خپل دموکرات سیال جو بایدن په وړاندې بایلونکی اعلان شو.
وروسته، د ټرمپ یو شمېر ملاتړي د متحدو ایالاتونو په کانګرس کې له تاوتریخوالي ډک مظاهرې ترسره کړې چې د کانګرس ماڼۍ ته په ننوتلو، په کانګرس کې د جو بایدن د بریا د تاییدي بهیر یې څو ساعته له ځنډ سره مخ کړ. ټرمپ تاوتریخوالی وغاندو او مظاهره کوونکي یې رد کړل.
بي بي سي د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل: "موږ دا منو چې زموږ اصلاح په غیرعمدي توګه دا تصور یې رامنځ ته کړ چې موږ د وینا د مختلفو برخو پرځای، یواځې یوه برخه په وار وار نشرو او دا د دې ناسم تصور لامل شو چې کواګي ولسمشر ټرمپ په مستقیمه توګه د تاوتریخوالي دک اقداماتو غوښتنه کوي."
په دې اعلامیې کې راغلي: "بي بي سي غواړي چې له ولسمشر ټرمپ څخه د دې قضاوت د خطا له امله بخښنه وغواړي."
د بي بي سي عمومي مشر تم دیوي او د خبرونو د څانګې مشرې، دبورا تورنیس د پروګرام د اصلاح په وړاندې د داخلي نیوکو په وجه له خپلو دندو استعفا ورکړه. بي بي سي ژمنه کړې چې هېڅ پلان نلري چې دا مستند بیا خپور کړي.
ډونالډ ټرمپ روانه اونۍ په یوې مرکې کې وویل چې بي بي سي د هغه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشتې وینا یې "سلاخي" کړې او "ناصادق" وو.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په یوې مرکې کې وویل : "هغوی په حقیقت کې زما وینا یې چې یوه ښکلې وینا وه، یوه ډېره ارامه وینا وه، بدله کړه و هغه یې په افراطي بڼه وښودله. هغوی واقعاً هغه (وینا) یې بدله کړه."
ټرمپ د بي بي سي په وړاندې یوې حقوقې دعوې ته هم اشاره وکړه.
ولسمشر ټرمپ په مرکې کې وویل: "فکر کوم زه یو مکلفیت لرم چې دا وکړم، ځکه... اجازه نشئ ورکولائ چې خلک داسې کار وکړي."
د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت، د چهارشنبې به ورځ په خبري کنفرانس کې تایید کړه چې د ولسمشر حقوقي مشاوریت، د بي بي سي په خلاف د دعوا کړې ده.
بي بي سي خبر ورکړ چې ټرمپ د یومیلیارد ډالر ټاوان په لټه کې دی مګر دا چې خپله خبره بېرته واخلي، بخښنه وغواړي او تلافي یې کړي.
د بي بي سي مشر سمیر شاه ټرمپ د حقوقي ټیم هغې لیک ته چې د یک شنبې په ورځ یې ترلاسه کړی ؤ، ځواب ورکړی.
د بي بي سي یو ویاند ویلي: "د بي بي سي مشر سمیرشاه سپینې ماڼۍ ته یو بېل لیک استولی، ولسمشر ټرمپ ته یې واضح کړې چې دی او بي بي سي د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د ولسمشر د وینا د اصلاح په وجه چې په خپرونه کې نشر شوه، خواشیني دي."
ویاند زیاته کړه: "پداسې حال کې چې بي بي سي د زړه له کومې د ویدیو کلیپ د اصلاح د څرنګوالي په وجه پښېمانه ده، خو موږ له دې ادعا سره موافق نه یو چې کواګي دا کار د بدنامولو لپاره شوی ؤ."
د بریتانیا د کلتور، مطبوعاتو او د ورزش وزیرې، لیزا نندي، روانه اونۍ د دې هېوا پارلمان ته وویل چې سمیرشاه هغې ته لیکلي او منلي یې دي چې په "اصلاح کې ناکامۍ" موجودې وې او د یو شمېر ګامونو ژمنه یې کړې ده. نندي زیاته کړه چې بي بي سي مسؤلیت لري چې لوړ معیارونه مراعات کړي.
لیزا نندي وویل: "تېره اونۍ، زه له هغه (سمیرشاه) او د هغه له ټیم سره په تماس کې وم ترڅو دا اطمینان حاصل شي چې دا معیارونه چېرې مراعات شوي نه دي، او قاطع، چټګ او شفاف ګامونه واخیستل شي."
نندي وویل چې له هغو ګامونه څخه ستاینه کوي چې بي بي سي واردمخه اخیستي دي.
د بریتانیا ډیلي ټلیګراف ورځپانه لمړنۍ رسني وه چې د روانې میاشتې په پیل کې یې د بي بي سي له لوري د ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د وینا د اصلاح رپوت ورکړ. دې رسنۍ د یوه داخلي افشاکوونکي یادښت په نقل د ولسمشر ټرمپ ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشتې د شپږمې نېتې د وینا د دوو برخو ادغام ته اشاره وکړه. بي بي سي منلې چې د یوځای شويو برخو ترمنځ څه باندې ۵۰ دقیقې فاصله وه.