د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکات بېسېنټ د سې شنبې په ورځ (د مې ۱۹مه) د جي۷ هېوادونو د مالیې وزیرانو تر غونډې وروسته له متحدینو وغوښتل چې د ایران د مالي شبکو د مخنیوي او ګډوډولو لپاره لا ډېر جدي اقدامات وکړي.
هغه وویل: “د بېلګې په توګه، دیته اړتیا ده چې زموږ اروپایي شریکان له متحده ایالاتو سره یو ځای د ایران پر ضد اقدام وکړي؛ د هغوی مالي تمویلوونکي په نښه کړي، د هغوی ښکاره او پټ شرکتونه افشا کړي، د بانکونو څانګې وتړي او د هغوی نیابتي ډلې له منځه یوسي. په منځني ختیځ او اسیا کې هم له تاسو غواړو چې د ایران د پټو بانکي شبکو جرړې وباسئ.”
هغه زیاته کړه چې د امریکا د مالیې وزارت به د بندیزونو له خپل لېست څخه زاړه او غیر فعال نومونه لرې کړي، څو مالي ادارې وکولای شي د ترهګرۍ د تمویل پرمختللې شبکې په ښه ډول وپېژني او مخه یې ونیسي.
بېسنټ دا څرګندونې په پاریس کې د ترهګرۍ د مالي تمویل ضد کنفرانس ته د وینا پر مهال وکړې. هغه وویل په غونډه کې ګډونوال متحدین باید “په بشپړه توګه د ایران پر ضد زموږ تر څنګ ودرېږي.”
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي پر تهران فشار راوړي څو د هرمز تنګی بېرته پرانیزي او هغه مهم د تېلو لارې بېرته فعالې کړي چې د امریکا او اسراییلو د بریدونو له امله ګډوډ شوي دي.
د امریکا د مالیې وزارت ډېری بندیزونه پر هغو اشخاصو، شرکتونو او نورو ادارو لګېږي چې د “ځانګړو ټاکل شویو اتباعو” په نوم لېست کې شاملېږي. په دغه لېست کې لسګونه زره کسان او ادارې شاملې دي چې له ډالر-محوره مالي نظام څخه پرې کېږي او شتمنۍ یې کنګلېږي. هر څوک چې له دغو ادارو سره راکړه ورکړه وکړي، خپله هم د بندیزونو د خطر سره مخ کېږي.
د دې پروګرام له لارې تر اوسه د ایران له رژیم سره تړلې نږدې د نیم میلیارد ډالرو په ارزښت کریپټوکرنسي هم کنګل کړې ده.
بېسنټ وویل: "ددې هڅو د لا اغیزمنتیا په موخه، د امریکا د مالیې وزارت به د بندیزونو جوړښت عصري کړي، ځکه زموږ مخالفین ځانونه عیاروي او نوښتونه بدلونونه را منځته کوياو نوي شرکتونه جوړوي. ”
بېسنټ زیاته کړه: “د ملي امنیت د پایلو د لا پیاوړتیا لپاره، د مالیې وزارت د بندیزنو خپل پروګرام د ۲۱مې پېړۍ له اړتیاوو سره سم عیاروي. موږ زاړه او غیر فعال بندیزونه بیا ارزوو څو مالي ادارې وکولای شي د ترهګرۍ د تمویل او د بندیزونو څخه د تېښتې پر ټولو پرمختللو لارو تمرکز وکړي.”
هغه وویل، تر ټولو اغېزمن بندیزونه هغه دي چې هم جدي او هم هدفمند وي.
بېسنټ زیاته کړه: “بندیزونه د چلند د بدلون لپاره وي، نه د خلکو د سزا کولو لپاره. هغه بندیزونه چې کلونه دوام وکړي او هېڅ ښکاره بدلون رامنځته نه کړي، داسې اوږدمهاله اغېزې لرلی شي چې اټکل یې نږدې ناممکن وي.”
هغه وویل چې د مالیې وزارت تګلاره به دا وي چې “انعطاف هم وساتي” څو اغېزمنتیا لوړه شي. هغه د سوریې او وینزویلا پر ضد د بندیزونو د نرمولو بېلګې یې یادې کړې، چې د رژیمونو له بدلون وروسته د نرموالي په راوستلو ترسره شوې وې.