په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ په کچه ډیر لیدل شوي انځورونه
د سپوږمۍ له مدار څخه د ځمکې یو انځور چې د ناسا یوې سفینې اخیستی دی
ایلان کردي، هغه سوري ماشوم چې د مدیترانې په اوبو کې د خپلې کورنې له نورو غړو سره ډوب شو او په ۲۰۱۵ کال کې له سوریې او عراق څخه د ګډوالۍ د بحران په سمبول بدل شو.
افغان میرمنې د فرخندې د تابوت د انتقال په حال کې چې د قران سوځولو په تور په کابل کې د لارویان له خوا و وژل شوه او جسد یې وسېځل شو. د فرخندې د مرګ خبر د ۲۰۱۵ کال په لومړنیو میاشتو کې نړیوال انعکاس وموند.
د ۲۰۱۵ کال په اپریل میاشت کې د نیپال پلازمېنه کتماندو یوې شدیدې زلزلې ولړزاوو او د ۹۰۰۰ زرو څخه د زیاتو کسانو د مرګ سبب شو.
د پاریس ښار د اطفایې کارکونکي د یو نارینه د انتقال په حال کې چې د نومبر میاشت د ۱۳ نېټې په بریدونو کې ټپي شوې دی. د دغو بریدونو خبر هم په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوالو خبرونو له مهمو سرټکو څخه وو.
Braziliyada karnaval
د کالیفورنیا ایالت د سانبرناردینو ښار پولیس د هغه مسلمان میړه او ښځې د موټر د لټولو په حال کې چې په یوه وسلوال برید کې یې ۱۴ تنه و وژل او ۱۷ نور یې تپیان کړل.
یوه سوري ماشومه د ژړا په حال کې چې د بشار الاسد د وفادارو ځواکونو په هوايي برید کې ټپي شوې ده.
د ۲۰۱۵ کال د جولای په میاشت کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ملا محمد عمر د مړینې خبر تایید کړ چې د ۲۰۱۳ کال په اپریل میاشت کې په پاکستان کې مړ شوی دی. د طالبانو د مشر ملا محمد عمر څخه په رسنیو کې لږ عکسونه موجود دي.
د چین د ګوانګدونګ په صنعتی پارک کې د ځمکې ښویدنې انځور
یو شمیر افغان ځوانان چې د ایران له پولې شړل شوي دي. په ۲۰۱۵ کال کې له افغانستان څخه د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو د تېښتې کچه لوړه شوه.
دونالد ترامپ د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو د ګوند یو نوماند په ۲۰۱۵ کال کې د جنجالي خبرو او څرګندونو په دلیل ډیر په رسنیو کې لیدل کېده.
په ۲۰۱۵ کال کې د مس یونیروسل په نامه یوه امریکایی تلویزیوني خپرونه هغه مهال د نړیوالو پاملرنه جلب کړه چې د خپرونې چلونکي د لومړي مقام تاج د دوهم مقام ګډونوالې ته ور په سر کړ.