جوبایډن د سرطان په ناروغۍ اخته شوی

د متحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر جوبایډن

د متحدو ایالتونو ایالتونو د مخکني ولسمشر جوبایډن دفتر د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (ثور۲۸) اعلان وکړ چې هغه د «پروستات» سرطان په ناروغۍ اخته شوی او دا رنځ یې هډوکو ته هم رسېدلی دی.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې هغه تېره اوونۍ د تشو متیازو په مهال له ستونزو سره مخامخ شوی او له معاینې وروسته یې تشخیص شوی چې په سرطان اخته دی.

په اعلامیې کې راغلي دي: «دا د رنځ یوه پرمختللې بڼه ده، ښکاري چې د هغه سرطان د هورمون په مقابل کې حساس دی او دا حالت د دې اجازه ورکوي چې دغې ناروغۍ ته په اغیزناک ډول رسیدګي وشي.»

د امریکا د سرطان ناروغۍ سازمان وايي چې د پروستات سرطان رنځ په نړۍ کې په نارینه وو کې عام دی.

د پروستات سرطان د «ګلیسن» په مقیاس ارزول کېږي او هر څومره چې خفیف وي، اندازه یې کمه وي او چې خطرناک وي، اندازه یې زیاته وي. کمه اندازه یې تر شپږمې درجې او شدیده اندازه یې د اتو او نهو ترمنځ وي. د بایډن د سرطان اندازه نهه ښودل شوې ده. اعلامیه وایي: «ولسمشر او کورنۍ یې د هغه له ډاکټر سره د معالجې بڼې ارزوي.»

له هغه وروسته، چې په سرطان باندې د هغه د اخته کېدو خبر خپور شو، د دموکرات او جمهوریت غوښتونکو ګوندونو یو شمېر غړو د هغه په اړه د خواخوږۍ پیغامونه شریک کړل.

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مخکنۍ مرستیالې کاملا هریس په یوې اعلامیې کې ویلي: «جوبایډن یو مبارز دی- زه پوهېږم چې هغه به دغه ازمون سره په هماغسې قوت، مقاومت او مثبت فکر سره مبارزه کوي، چې د هغه ژوند او مشرتابه تعریفوي.»

ولسمشر ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکي سوشل ټروټ کې لیکلي دی چې د دې خبر په اورېدو«خواشینی» شوی دی. ښاغلي ټرمپ لیکلي چې هغه او میرمن یې میلانیا ټرمپ د جوبایډن مېرمن «جیل او کورنۍ ته خپلې نیکې هیلې وړاندې کوو او جو بایډن ته د عاجلې شفا هیله» کوي.

د جوبایډن زوي بو بایډن په ۲۰۱۵ کال کې د ماغزه د سرطان له کبله مړ شو.