د مرکزي اسیا او د افغانستان د ښځو کنفرانس په بشکیک کې پیل شوی

A Kashmiri boy cries after a traditional health worker uses leeches to suck blood as part of treatment, on the outskirts of Srinagar, India.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او د ښځو د نړیوالې سفیرې په نوښت د مرکزي اسیا او د افغانستان د ښځو کنفرانس په بشکیک کې پیل شوی دی.

میلان ویرویر، د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړي استازې په ګډون په کنفرانس کې د قرغزستان جمهور رئیس او د نړی او سیمې د هیوادونو ګڼ شمیرو ښځو برخه اخیستي ده.

میلان ویرویر په بخپله وینا د ښځو د حقوقو د ساتنې په اړه وویل چې د ډیرو ښځو سره په ډیرو ځایو کې، په قوانینو او اصولو کې ناوړه چلند او تبعیض کیږي.په میراث کې برخه نه ورکول کیږي او د جایداد حقوق نلري.

میرمن ویرویر هیله څرګنده څرګنده کړه چې په دې ډول د یو ځای کیدو سره، د خپلو مهارتونو په لوړوالي سره اود د یو او بل د تجربو څخه په زده کړې سره به مونږ نه یوازي پخپله غښتلي شو بلکې په عمومي ډول به ښځې ددې لاسته راوړنه څخه په استفادې ددې ستونزو سره مقابله وکړو.