بلینکن: له افغانستان څخه د زرګونو نورو افغان همکاران ایستلو ته دوام ورکوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د ورجینیا ایالت په الکساندریه ښار کې د یو شمیر هغو افغانانو او د موسسو د مسؤلینو سره لیدنه وکړه چې د تخلیې په پروسه کې يي همکاري کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د دوشنبې په ورځ (دسمبر۲۰) د هغو کسانو د همکارۍ او خدمت مننه وکړه چې په تیروشلوکلونو کې يي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، او یو شمیر يي اوس امریکا ته رسیدلي.

بلینکن د دوشنبې په ورځ د ورجینیا ایالت په الکساندریه ښار کې د مهاجرت او کډوالۍ خدماتي مرکز کې د هغو افغانانو سره لیدنه وکړه چې د تخلیې په پروسه کې امریکا ته رسیدلي او د فامیلونو ځای پرځای کولو کې يي د نورو اړوندو موسسو سره رضاکاره خدمت کړی.

ښاغلي بلینکن له ټولو هغو کسانو چې د ځای پرځای کولو پروسه کې دخیل وو، مننه وکړه او وی ویل دا ډول هڅې د امریکا ښه انځور څرګندوئ اووی ویل امریکا د هغو خلکو هم منندویه ده چې په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې يي د امریکايي دیپلوماتانو او عسکرو سره اوږه په اوږه همکاري کړې او اوس متحده ایالاتونو ته رسیدلي دي.

انتوني بلینکن وایي د تخلیې پروسه یوه غیرمعمولي پروسه وه چې په لسګونو زره افغان همکاران يی له افغانستان څخه پکې و ایستل شول.

د ښاغلي بلینکن په وینا دا فوق العاده هڅه وه ځکه د افغانستان نه پنځه اویا زره ملګري امریکا کې ځای پرځای شول، شاوخوا دری زره يي تراوسه په ورجینیا کې دي، او نور هم رسیږي. د بلینکن په باور د ځای پرځای کولو دا پروسه پخپله ډيره ځانګړې ده.

د اکست په پنځلسمه طالبانو کابل ونیو، او یوه اونۍ وروسته تر ټولو زیات شمیر کې افغانان په ورجینیا ایالت کې د ډالس نړۍوال هوايي ډګر ته ورسیدل. خو د ښاغلي بلینکن په وینا، د افغانانو لپاره د وتلو دا پریکړه دومره اسانه نه وه.

بلینکن وویلکله چې یو څوک داسی پریکړې کوي چې خپل هرڅه شاته پریږدي، لکه فامیل، ولس، ملګري او بیا داسی یو ځای ته راشی چې کیدی شي پخوا يي هیڅکله نه و لیدلی، د داسی یو سفر کول او بلځای کی د ژوند جوړول واقعا یو فوق العاده او خاص حالت دی.

د امریکا حکومت تیره اونۍ وویل، متحده ایالات لاهم د افغانستان نه د امریکايانو، په امریکا کې د دایمې استوګنې سند لرونکو او افغان همکارانو د ایستلو پروسې ته دوام ورکوي.