هوان گوائیدو د لنډمهال ولسمشر په توگه تر پنځو سو نه زیاتوهېوادونو دامریکا په شمول په رسمیت پېژندلی دی. دولسمشر ټرمپ دملي امنیت سلاکار جان بولټن تیره میاشت په سپینه ماڼۍ کې وویل چی ولسمشر ټرمپ د وینزوویلا په اړه ټولی لارې د ځان لپاره خلاصې پرېښې دي.
خوپروندیکشنبی په ورځ ښاغلي بولټن په دې برخه کې له کوم ا ټکل نه ډډ ه وکړله او د اې بي سي تلویزیونه ته ېې وویل وبه گورو چی څه پېښېږي!
ایلېت ا برامز د وینزوویلا لپاره دامریکا جگپوړي دېپلومات همد امریکا استازو ته ډاډ ورکړيدی چی په نظامی مداخله باندیفکر نه کیږي.
نو په ظاهره خو داسی ښکار ی چی دا دوینزوویلا په خلکو پورې اړه لری چی د هوان گوائیدو ملاتړ څنگه او ترکوم وخت پوری کوي.
Your browser doesn’t support HTML5
وینزووېلا کې څه روان دي؟
خو جمهوررئیس نیکولس مدورو د وینزو ویلا د ستونزوپړه پر واشنگټن ور اچوي. مدورو وايي: ".. موږ دامریکادا مپریالیزمتر ټولو سخت یرغل سره مخامخ یو.دا یرغل د وینزوویلا په دوه سوه کلن تاریخ کې ساری نلری.
دامریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وویل دابه په وینزوویلایانو پورې اړه ولري چې د مخالف مشر هوان گوائیدو د بري لپاره لاره اواره کړي.
جان بولټن وايي: .. په وینزوویلا کی د شوری د غړیو او پوځ ترمنځ بې شمیره خبرې روانی دي چی څه به پېښېږي اوپوځ به د سیاسی مخالفینو ملاتړ څنگه وکړي.
ښاغلی بولټن وايی دیفکر کوي چی حالات دهوان گوائیدو په گټه بدلیدونکي دي.
دامریکا استازي هم د وینزوویلا لپاره پیغامونه لري. جمهوری غوښتونکی سناتور مارکو روبیو وايي: ".. ستاسی مبارزه د آزادۍ او دموکراسئ د احیالپاره زموږ مبارزه ده او آزادې نړۍ تاسی، له یاده ایستلي نه یاست."
دموکرات سناتور باب منندیز وايي: د مدورو درژیم چارواکیو ته ! که تاسی په وینزوویلا کې آینده غواړئ او له بندیزونو نه خلاصون غواړئ نو د ولسمشر هوان گوائیدو لنډ مهال او مشروع رژیم باید په رسمیت وپېژنئ"
ډیردموکراتان پروینزو ویلادولسمشر ټرمپدبندیزونو ملاتړکوی خو وايی چی پکارده له نظآمی مداخلی نه کار وانخلي. دموکرات سناتور ټیم کین وايی چی دوی په وینزوویلا کې د خلکو لپاره ددموکراسئ ، آزادئ، او سولی هیله لري.