افغان ځواکونه وايي ننګرهار کې یې د مزایلونو ۴۰ مرمۍ نیولي

سرحدي قواوو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې درې کسان نیولي دي چې د مزایلونو څلوېښت مرمۍ یې په یو موټر کې انتقالولې.

ختیځ زون کې د سرحدي لوا قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خېل نن سهار(مارچ۲۰) خبریالانو ته وویل چې د مزایلونو دغه دغه څلوېښت مرمۍ د ډیورنډ کرښې له پاکستانۍ غاړې څخه د مومندرې ولسوالۍ ته انتقال شوې وې چې د چارواکو په وینا وسله والو غوښتل د همدغو وسلو په مرسته یو لوی برید وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

سرحدي قواوو په ننګرهار کې د مزایلونو ۴۰ مرمۍ نیولي

نوموړي وویل چې د مزایلونو دغه مرمۍ په یو ډاډسن موټر کې لېږدول کېدلې او نیول شویو کسانو کې یو یې پاکستانی او دوه نور یې افغانان دي.