امریکايي چارواکي وايي چې د باسټن د مراټان د بمي چاودنو د عاملینو له جملې نه یې مشر ورور د امریکايي چارواکو له خوا په ۲۰۱۱ کال کې د ترهګرو په لست کې اچول شوی وو.
دغه چارواکي وايي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې یا سي آی ای غوښتنه کړې وه چې د تیمورلن زارنیف نوم دي د ترهګرو په لست کې واچول سي. دغه سازمان یاده شوې پریکړه وروسته له هغه نه وکړه چې د روسیې حکومت د امریکا سره تماس ونیوی او امریکايي چارواکو ته یې د تیمورلن د افراطي کیدو په هکله خپلې اندېښنې بیان کړې.
ماسکو په ۲۰۱۱ کال کې اف بي آی ته هم د تیمورلن زارنیف په هکله ورته خبرداری ورکړی وو. امریکايي چارواکي وايي چې دغه ادارې تحقیقات وکړل او دې نتیجې ته ورسیده چې تیمورلن کوم ګواښ نه و متوجې کړی.
د امریکا د کانګرس غړو د اپریل د ۱۵ نېټې د چاودنو وروسته چې په کښي ۳ کسه ووژل شول، ۲۶۴ کسه ټپیان شول او لږ تر لږه ۱۴ کسه معیوبه شول، د امریکايي امنیتي سازمانونو ترمنځ د معلوماتو د شریکولو په هکله اندېښنې څرګندې کړي دي.
په عین حال کې د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین د امریکا سره د ترهګرۍ په جګړه کې د لازیاتې همکارۍ غږ کړی دی.
ښاغلي پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې په باسټن کې بمي چاودنو دا ثابته کړه چې په شمالي قفقاز کې د نوموړي پالیسۍ سمې وې او لویدیځ غلط وو چې د هغه په وینا د چیچینیايي جګړه مارانو څخه یې ملاتړ کاوه.
ښاغلي پوتین زیاته کړه چې هیله لري د باسټن غمیزه به دواړه هیوادونه لاسره نېږدې کړي چې د مشترکو ګواښونو پرضد په ګډه مبارزه وکړي.
ښاغلي پوتین دغه څرګندونې د ټلفون له لارې په یوه تلویزوني پروګرام کې چې په ټول هیواد کې خپریدی، وکړې.