د بی پی یا د بریټیش پیټرولیم د تیلو کمپنۍ ویلی چی د مکسیکو په خلیج کی د تیلو د توییدو د مخنیوی په کار کی یی دوه میلیارد ډالره لگولی دی.
د بی پی کمپنۍ په یوه خبرلیک کی نن ویلی چی په دی کی ټول هغه لگښتونه لکه د تیلو د توییدو د مخنیوی لپاره د معاوضوی څاه گانو ایستل ، حکومتی مصارف او خلکو او کمپنیو ته د خساری تادیه کول شامل دی.
له هغه وروسته چی د بی پی کمپنۍ تیره اونۍ موافقه وکړه چی قربانیانو ته به د خساری د تادیه کولو په منظور د شلو میلیارد ډالرو په ارزښت بانکی حساب پرانیزی ، نن یی اعلان وکړ چی د 32000 عرضونو د حل کولو لپاره یی ١٠٥ میلیون ډالره لگولی دی.