د برازیل د ولسمشرۍ  په ټاکنو کې مخالف کاندید د ټاکنو پایلې نه مني

په داسې حال کې چې د برازیل د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دغه هېواد برحال کیڼ اړخی ولسمشر لویز ایناسیو لولا دا سیلوا ګټونکی اعلان شوی، د هغه انتخاباتي ښي اړخی سیال سناتور فلاویو بولسونارو د ټاکنو پایلې نه مني.

د یکشنبې په ورځ (اکتوبر۲۵) د برازیل د سترې محکمې مشر لویز ایناسیو لولا دا سیلوا د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ. د سترې محکمې مشر د برحال ولسمشر له لوري په دغې دندې باندې ګمارل شوی دی.

خو د هغه انتخاباتي رقیب فلایو بولسونارو د سترې محکمې دا پرېکړه او د ټاکنو پایلې نه مني.

هغه د برازیل د انتخاباتي چارو د مسئولینو په هغې پرېکړې هم نیوکه کړې، چې په ځینو سیمو کې یې له ټاکل شوي وخت څخه شاوخوا دوه ساعته زیات د رایې اچوونې مرکزونه پرانیستي پرېښي وو.

د فلاویو بولسونارو انتخاباتي ډلې هم غوښتي وو چې په ځینو سیمو کې د رایې اچوونې مرکزونه تر ناوخته پورې خلاص وي، چې خلک رایه ورکړي.

فلاویو بولسونارو د برازیل د سنا غړی هم دی او راپورونه وايي چې د هغه پلار هم په خپل وخت کې د ټاکنو پایلې نه وې منلې.

د رویټرز خبر اژانس د راپور په اساس، لویز ایناسیو لولا دا سیلوا له هغه څخه شاوخوا څلور میلیون رایې ډېرې وړې دي.

د فلاویو بولسونارو پلار هایر بولسونارو هم د ۲۰۲۲ د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې نه وې منلې او پلویانو یې بیا مظاهرې وکړې او په حکومتي تاسیساتو یې بریدونه وکړل. هغه بیا د کودتا د پلان په تور په ۲۷ کلونو بند محکوم شو.

په داسې حال کې فلاویو د برازیل د ټاکنو پایلې نه مني، د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشرانو وار د مخه لویز ایناسیو لولا دا سیلوا ته په ټاکنو کې د بري مبارکي ورکړې ده، خو متحدو ایالتونو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.