نړیوال جام؛ برازیل: تمه ده نېمار د حذفي پړاو لوبو ته چمتو شي

نېمار د ټپونو له کبله د ۲۰۲۳ کال راهیسې په نړیوالو لوبو کې ګډون نه کړی.

د فوټبال نړیوال جام په ګروپي پړاو کې برازیل د جمعې په ورځ (جون ۱۹) په داسې حال کې خپله دوهمه لوبه کوي چې ددغه هېواد د فوټبال مشهور ستوری نېمار په لوبه کې ګډون نه کوي.

په C ګروپ کې د برازیل او هایتي لوبه د فلاډلفیا په لوبغالي کې کیږي. د برازیل د فوټبال فدراسیون تائید کړې ده چې نیمار په دغه لوبه کې برخه نلري.

فدراسیون د پنجشنبې په ورځ وویل چې نېمار به د نیو جرسي په موریس ټاون کې د لوبډلې په تمریناتي کمپ کې پاتې شي.

د فدراسیون د مسئولینو په خبره، نېمار د می په ۱۷مه د پښې له ژبلېدو وروسته، د چهارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د تمرین ډګر ته راستون شو.

له ۷۹ نړیوالو ګولونو سره، ۳۴ کلن نېمار د برازیل د ملي لوبډلې د تاریخ تر ټولو غوره ګول وهونکی دی، خو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې یې د ټپونو له کبله په هېڅ نړیواله لوبه کې ګډون نه دی کړی.

نېمار د برازیل او مراکش ترمنځ په لوبه کې نه وو چې دا لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

د برازیل رسنیو خبر ورکړی چې ددغه هېواد د فوټبال لوبډلې روغتیايي کارکوونکي تمه لري چې نېمار د نړیوال جام په حذفي پړاوونو کې لوبو ته چمتو شي.

د برازیل لوبډله د پنجشنبې په ورځ، په نړیوال جام کې د خپلې دوهمې لوبې لپاره فلاډلفیا ته ورسېده او مینه والو یې د برازیل د بیرغونو په رپولو او ډولونو وهلو ورته ښه راغلاست ووایه.

برازیل خپله لومړنۍ لوبه له مراکش سره ۱-۱ مساوي کړې وه.

اوس مهال سکاټلنډ د C ګروپ په سر کې ځای لري، ځکه چې په خپلې لومړنۍ لوبه کې یې هایتي ته ۱-۰ ماتې ورکړې وه.