د امریکا په ختیځو ایالتونو کې د سختې ګرمۍ څپه

د امریکا د ختیځو ایالتونو په ګڼو سیمو کې د هیواد د خپلواکۍ د ۲۵۰ کلیزې د رخصیتو په درشل کې د سختې او ریکارډ ماتونکې ګرمۍ څپې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.

چارواکو د نیویارک په ښار کې د ډیرې تودوخې له امله د یخنۍ سلګونه مرکزونه پرانیستي، ګرځنده مرستندویه موټرونه یې د اوبو او لمر ضد کریمونو سره بېلابېلو سیمو ته استولي او د عامه لامبو حوضونو خپل کاري ساعتونه غځولي دي.

د هوا وړاندوینې ښيي چې د "احساسېدونکې تودوخې" درجه په ځینو سیمو کې تر ۱۱۵ درجې فارنهایټ (۴۶ درجې سانتي ګراد) پورې رسېدلې ده.

هغه کسان چې په ازاده فضا کې کار کوي، د دې سختې ګرمۍ له کبله تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

روغتیايي چارواکو له خلکو غوښتي چې په کافي اندازه اوبه وڅښي، له اوږدې مودې لپاره د لمر لاندې پاتې کېدو څخه ډډه وکړي او د ګرمۍ له امله د ناروغۍ نښو ته پام وکړي.

تمه ده چې د سختې ګرمۍ خبرداری د خپلواکۍ ورځې د رخصتۍ تر پایه دوام وکړي. په همدې حال کې ګڼو اوسېدونکو پارکونو او سیوري لرونکو ځایونو ته مخه کړې ترڅو له ګرمۍ نه ځان وژغوري.

د متحده ایالاتو تر څنګ په ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو کې هم په بې سارې کچه توده شوې.

د اطفایې کارکوونکي د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۲مه) د فرانسې په سویل کې د ځنګلونو د څو اورلګېدنو په کابو کولو بوخت وو، چې د سختو بادونو او د اروپا د وروستۍ ګرمۍ د څپې او وچکالۍ له امله خپاره شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو د وزیر په وینا، په دغو اورلګېدنو کې تر اوسه پورې له ۱۲۱۰ هکټارو څخه زیاته ځنګلي ځمکه سوځېدلې ده، چې ۹۰۰ هکټاره یې د اسپانیا سرحد ته نږدې ده.

سیمه ییز چارواکي وايي تر اوسه د سر زیان په اړه څه ندي ویل شوي، خو د فرژو ښار ته څېرمه له سیاحتي کمپونو څخه له دوه زرو څخه زیات کسان ایستل شوي دي. د فرانسې د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکې اونۍ کې هم د سختې ګرمۍ د نوې څپې په اړه خبرداری ورکړی دی