د کالیفورنیا نه قابو کیدونکی اور

دغه اور ته د ټوماس نوم ورکړل شوی او د کالیفورنیا ایالت په تاریخ کې پنځمه لویه اور لګیدنه ده.

دغه اور د کالیفورنیا ایالت د سانتان آنا، سانتا باربارا، ونتورا، اوهای او ځینو نورو سیمو کې ډیرې ویجاړۍ رامنځته کړې دي.

د سانتا آنا سیمې زورورو بادونو د اطفائیې کارکونکي له ستونزو سره مخامخ کړي او په اسانۍ نشي کولای دغه اور قابو کړي.

د کالیفورنیا ایالت یو شمیر اوسیدونکو د خپل هر څه له لاسه ورکړي.

د اسوشیتد پرس د راپور له مخې، د اطفائې ډلې د هغو ساحلي سیمو د ساتلو په هڅه کې د چې په زرهاو کورونه د سوځیدو له خطر سره مخامخ دي.

د دغه اور د لګیدو څخه یوه اونۍ وروسته د سي ان ان تلویزیوني شبکې په یوه ریپوټ کې و ویل چې د دغه اور د تخریب سیمه د نیویارک او باسټن ښارونو له اندازې څخه ډیره ده.

د زورور باد له کبله مرستندویه او د اطفائیه ډلې ناچاره دي خپل عملیات پراخه کړي.

په کالیفورنیا کې د اور لګیدو مسئله نوې نده خو د زورورو بادونو له کبله قابو کول یې سخت کار وي.

دغه اور د هالیوډ د سینما د ځینو لوبغاړو څو ملیون ډالري کورونه هم ویجاړ کړي دي.

د ټوماس اور لاس انجلس ښار سل مایلۍ ته نیږدې شوی دی.

د دغه اور د مړولو لپاره د اطفائیي ۵ زرو څخه ډیر کارکونکي لګیا دي.

تر دې دمه د ټوماس اور د کالیفورنیا ایالت په ځینو برخو کې په سلهاو کیلومتر مربع ځنګلي سیمې او په زراهاو کورونه سوځولي دي.