دکاناډا د لويدیځ ایالت سسکچيون په يوه ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې لږ ترلږه پنځه کسان وژل شوي دي او دوه نور سخت ژوبل دي.
پېښه د جمعې په ورځ د لالوش په نامه یوې سیمې کې شوې ده؛ په دغې سیمې کې شاوخوا درې زره(۳۰۰۰) کسان ژوند کوي.
د کاناډا لومړي وزیر ټروډيو په سوئیزرلينډ کې د نړيوالې اقتصادي غوندې پر مهال وویل چې یو مشکوک بریدګر نیول شوی دی، خو په اړه یې ډېر جزییات ورنکړل.
هغه په ښوونځي دغه برید د مېندو او پلرونو لپاره یو ډاروونکی خوب وباله.
له پېښې سملاسې وروسته ښونځی تر نامعلومې مودې پورې وتړل شو.
لا د پېښې انګیزه معلومه نه ده، خو پولیس وایي چې له نیول شوي مشکوک څخه به پوښتنې ګروېږنې کوي.
د دغې سیمې یو چارواکي، بوبي کیمرون، دا پېښه یوه لویه غمیزه بللې ده.
تر دغې پېښې مخکې، د همدغه ښوونځي یوې ښوونکې اندېښنه ښودلې وه چې په سیمې کې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی، د کاناډا د نورو ایالتونو په پرتله په سسکچیون ایالت کې کورني تاوتریخوالي او نورې پېښې زیاتې کیږي.
په کاناډا کې په ښونځیو او نورو عامه ځایونو کې د ډزو پېښې ډېرې کمې کیږي، ځکه د امریکا په پرتله په هغه هېواد کې د شخصي وسلو په ګرځولو بندیز زیات دی.
تر دغې پېښې مخکې یو وارې په ۱۹۸۹ کال کې د کاناډا د مونترل د ایکول په پولي تخنیک کې په یو بل وسله وال برید کې ۱۴ زده کوونکي وژل شوي وو.