د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند او په نړیوالو پرمختیايي چارو کې د دغه هیواد د دولت وزیر رندېپ سارای ویلي چې کاناډا به د طالبانو له حکومت سره د اړیکو له عادي کولو ملاتړ ونه کړي.
دغو دوو لوړپوړو کاناډايي چارواکو د طالبانو د واکمنۍ پنځمې کلیزې په مناسبت په یوې ګډې اعلامیې کې لیکلي: "طالبان باید د خپلو کړنو ځواب ویونکي وګڼل شي. تر هغه چې د بشري حقونو، ټولشموله حکومتولۍ، او د بنسټیزو ازاديو په ساتنه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته نه شي، کاناډا به [د طالبانو له حکومت سره] د اړیکو د عادي کولو ملاتړ ونه کړي."
د کاناډا دغو لوړپوړو چارواکو د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو د "سخت ځپلو، د بشري حقونو پراخو سرغړونو، او د بنسټیزو ازاديو د روان تخریب" په غندلو سره، د طالبانو تر واک لاندې په هېواد کې د بشري کړکېچ، سیاسي چارو او بشري حقونو د لا خرابېدو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.
انند او سارای په خپلې ګدې اعلامیې کې زیاته کړې: "د واک ترلاسه کولو راهیسې، طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې یو ایدیولوژیک ځپلونکی نظام رامنځته کړی او داسې فرمانونه یې صادر کړي چې د هغوی د ژوند نږدې هر اړخ یې په نښه کړی دی. میلیونونه افغانې نجونو له زده کړو بې برخې شوې، په داسې حال کې چې ښخې د کار کولو، تګ راتګ، ازادانه خبرو او د یو باعزته او د ډار پرته ژوند کولو منع شوي دي."
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې او نړیوالو پراختیايي چارو وزیر د طالبانو د حکومت پر پالیسیو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دې ډلې کړنو "ژورنالیستان له خطر سره مخ کړي، د بشري حقونو مدافعین او مدني ټولنه یې غلي کړي، او پر قومي او مذهبي لږکیو یې ظلم کړی دی".
د کاناډايي چارواکو په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې "ترهګرې ډلې" لا هم فعالیت کوي.
د طالبانو د حکومت د واکمنۍ د پنځمې کالیزې په مناسبت د کاناډا د بهرنیو چارو د وزیرې څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې واشنګټن "طالبان یا کوم بل بنسټ" د افغانستان د حکومت په توګه نه مني، او له طالبانو سره به یوازې هغه وخت تعامل کوي چې د امریکا د خلکو په ګټه وي.