د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن جمعه (جولاۍ۱۰) وویل چې تهران له واشنګټن څخه د مذاکراتو د ادامې غوښتنه کړې ده.
ښاغلي ټرمپ د خپل ټروټ سوشل په حساب کې لیکلي، "د ایران اسلامي جمهوریت له موږ وغوښتل چې خبرې روانې وساتو. موږ په دې اړه موافقه وکړه، خو متحدو ایالتونو ورته په څرګندو ټکو ویلي چې اوربند ختم دی."
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، په انقره کې د ناټو په سرمشریزه کې له ایران سره د تړون د ختمېدو په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې «زه فکر کوم چې دا ختم شوی دی. دوی فضول خلک دي».
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې هغه به د روانو تخنیکي خبرو اترو په اړه د امریکا له مذاکره کونکو، د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او جګپوړي سلاکار جیرډ کوشنر سره خبرې وکړي.
ښاغلي ټرمپ وویل چې ویتکاف او کوشنر غواړي خبرې وکړي، مګر زیاته یې کړه چې د رژیم سره نورې خبرې"یوازې د وخت ضایع کول" دي.
په همدې حال د ایران د پارلمان مشر او د دغه هیواد لوړ پوړي مذاکره کوونکي محمد باقر قالیباف د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې امریکا د " تړون څخه په لویو سرغړونو" تورنه کړه.
د دواړو خواوو ترمنځ تخنیکي خبرې اترې د جون په ۱۸مه په سویس کې د سولې تړون له لاسلیک وروسته پیل شوې، خو د جون په ۲۵مه په یوي کښتۍ چې د هرمز له تنګي څخه تېرېدله، د ایران د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته ودرېدې. د متحدو ایالتونو پوځ دوې ورځې بیا د ایران دې برید په غبرګون کې په ایران کې دننه یو شمیر اهداف وویشتل.
په بلې اونۍ کې غیر مستقیمې خبرې اترې په دوحه کې پیل شوې، چې متحدو ایالتونو د هرمز له تنګي څخه د د سوداګریزو کښتیو په خوندي تېرېدو ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې چې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې ایران د هرمز تنګی نه کنټرولوي.
سنټکام د جمعې په ورځ [جولای ۱۰مه] په خپلې اېکس پاڼې کې په یو لنډ پیغام کې د ایراني رسنیو هغه ادعادوې رد کړې چې ګواکې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ یوازې د هغو لارو کېږي چې د ایران لخوا ټاکل شوې دي.
سنټکام دغه ادعا ناسمه بللې او لیکلي، "ایران د هرمز تنګی نه کنټرولوي. د مې میاشتې راهیسې، امریکا پوځیانو د دې مهم نړیوال سوداګریز دهلیز له لارې د ۸۰۰ څخه د زیاتو سوداګریزو کښتیو او ۳۸۰ میلیونه بېرل خامو تیلو په بریالي انتقالولو کې مرسته کړې ده."
په همدې حال کې د امریکا یوه دفاعي چارواکي د چهارشنبې په ورځ په یوې جلا تبصرې کې امریکا غږ ته ویلي وو چې امریکايي پوځیانو پدي تیرو څو ساعتونو کې پر ایران کوم برید نه دی کړی.
تر دې مخکې ازادو سرچینو د ایران په بېلابېلو برخو کې د چاودونو خبر ورکړی و خو د چاودونو د علت په اړه یې څه نه و ویلي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن ډوجارېک د پنجشنبې په ورځ [جولای ۹مه] په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي چې ډېپلوماسۍ ته بېرته راستنېدل ډېر اړین دي.
ډوجارېک وویل، «د سیمې د ثبات، د نړیوال حالت او د نړیوال ثبات په خاطر، ډیپلوماسۍ ته بېرته راستنېدل بېړنۍ اړتیا ده.»
د وضعیت څخه باخبرې یوې سرچینې د جمعې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل چې قطري منځګړي په ایران کې دي او له ایراني چارواکو سره د تاوتریخوالي د کمولو او د پراخو خبرو اترو د دوام لپاره د شرایطو په رامنځته کولو بوخت دي. سرچینې ویلي چې دا خبرې اترې له متحدو ایالتونو سره په همغږۍ کې ترسره کیږي اما واشنګټن پدې اړه رسماً کومه تبصره نه ده کړې.
پر سوداګریزو کښتیو د ایران د بریدونو په ځواب کې د متحدو ایالتونو پوځ د همدې اونۍ د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو په ایران کې ګڼ اهداف په نښه کړل.
سنټکام وویل چې ځواکونو يي د چهارشنبې په ورځ د ایران په ساحلي سیمو کې شاوخوا ۹۰ او د سه شنبې په ورځ ۸۰ پوځي اهداف په نښه کړل.
د متحدو ایالتونو ولسمشر مخکې له مخکې ایران ته خبرداری ورکړی چې د هر برید ځواب به په شلو بریدونو ورکوي او ده ته د تهران سره د واشنګټن مؤقتي اوربند پای ته رسېدلی دی.
د ایران د ملي امنیت شورا مشر محمد باقر ذولقدر په یوې اعلامیې کې چې ایران دولتي رسنیو خپره کړې ویلي چې د خپل هېواد پر زیربناوو به هر ډول برید ته ځواب ووايي او اسرائیل به هم له ځوابه خوندي پاتې نشي.