د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ ( سنټکام ) ویلي چې په ایران باندې د " درنو بریدونو څپه" بشپړه شوه.
د سنټکام په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې هوایي بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو ( ایران پوځ) لسګونه اهداف ویشتل شویدي.
په اعلامیې کې ویل شوي چې د نظامي سوق او ادارې مرکزونه، د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو تاسیسات، د ساحلي کشف او دفاع تاسیسات او سمندري وړتیاې د چارشنبې په هوایي بریدونو کې په نښه شوي چې د سنټکام په وینا د واشنګټن پر وخت د ماښام په ۸ بجو پیل شول او د شپې په لسو بجو بشپړ شول.
د سنټکام په اعلامیې کې راغلي چې د دې هوایي بریدونو هدف د ایران او نیابتي ډلو لخوا یې امریکایي ځواکونو، سوداګریزو کښتیو او د خلیج ګاونډیو هیوادونو ته د متوجه ګواښ له منځه وړل دي.
مخکني معلومات:
د سنټکام په اعلامیې کې چې چارشنبه جولای ۲۹ د اکس په حساب کې خپره شوې راغلي چې امریکایي ځواکونو د واشنګټن پر وخت د ماښام په ۸ بجو د ایران پر ضد هوایي بریدونه پيل کړیدي.
په اعلامیې کې ویل شوي چې دا هوایي بریدونه په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو د ایران د تیرې ورځې توغندیو توغولو ته قوي ځواب ویلو په خاطر پیل شوي.
د امریکا پوځ تیره ورځ وویل چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د سه شنبې په ورځ په اردن کې په میشتو امریکایي ځواکونو پنځه توغندي وتوغول چې ټول یې په بریالۍ توګه شنډ شوي و او هیڅ ډول مرګ ژوبله یې نه درلوده.
په ایران باندې د تازه بریدونو پیل کیدو څخه وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ایران ته د " سخت ګوزار " ورکولو خبرداری ورکړی و.
دا مطلب هم ولولئ
ولسمشر ټرمپ پر ایران د سخت برید ګواښ وکړسره لدې چې جمهور رئیس ټرمپ وویل ایرانیانو د تیرې ورځې توغندیو واریدو په خاطر بخښنه غوښتي خو زیاته یې کړه چې بیا به هم امریکایي ځواکونه ځوابي بریدونه وکړي.
ښاغلي ټرمپ وویل، " مونږ به په هغوي سخت ګوازر وکړو. زه دا ویلی شم ځکه هغوي پدې هکله ډیر لږ څه کولی شي. دا له هغې ډلې بیله وه چې مونږ ورسره معامله کوو. هغوي وار د مخه بخښنه غوښتې خو بیا به هم یو څه ګوزار ورکړو".
جمهور رئیس ټرمپ وویل چې ایراني ځواکونو د تیرې ورځې په بریدونو کې په ساعت کې د ۸ زره میله واټن وهونکو توغندیو څخه کار اخیستی و خو زیاته یې کړه چې "له نیکه مرغه زمونږ خلکو په نړۍ کې تر ټولو د سترې وسیلې څخه کار اخیست چې د پیټرایټ سیستم دی".
سره لدې چې جمهور رئیس ټرمپ د ایران سره یوې احتمالي هوکړې ته هم اشاره وکړله خو زیاته یې کړه چې اوس د امریکا نوبت دی چې د تیرې ورځې ایراني برید ته ځواب ووایي.
امریکایي ځواکونو تر اوسه ندي ویلي چې د چارشنبې شپې په بریدونو کې د ایران کومه برخې او کوم اهداف په نښه شويدي خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د بریدونو هدف د ایران د نظامي وړتیا کمزورې کولو ته ادامه ورکول دي تر څو هغوي ونشي کړی د هرمز په تنګي کې سوداګریزې کښتۍ او ملکي عمله یې په نښه کړي.