د امریکا پوځ د څو ملیتي «تهاجمي ډرونونو» لومړنی ځواک جوړوي

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي، د لومړني څو ملیتي او څو ساحوي ځواک د جوړولو بهیر یې پیل کړی چې د تهاجمي بې‌پیلوټه الوتکو او نورو بې‌پیلوټه سیستمونو د کارولو لپاره به وي.

دغه واحد چې «فالکن سټرایک» نومېږي، د یوطرفه تهاجمي بې‌پیلوټه الوتکو او هغو سیستمونو څخه به کار اخلي چې په هوا، ځمکه، سمندر او د اوبو لاندې فعالیت کوي. دا لومړی ځل دی چې د امریکا او د سیمې د هېوادونو پوځي ځواکونه په ګډه له داسې بې‌پیلوټه سیستمونو څخه کار اخلي.

د «فالکن سټرایک» جوړول یوازې نهه میاشتې وروسته له هغه کېږي چې سنتکام په منځني ختیځ کې د یوطرفه تهاجمي بې‌پیلوټه الوتکو د کارولو لپاره د «سکورپیون سټرایک» په نوم خپل لومړی ځانګړی واحد جوړ کړ. دغې قوماندانۍ تېره میاشت د ایران په بندرونو کې له همدې تجهیزاتو، په ځانګړي ډول له بې‌پیلوټه تهاجمي کښتیو څخه د پوځي اهدافو پر ضد په بریدونو کې هم کار اخیستی و.

سنتکام له سیمه‌ییزو شریکانو سره د سلا مشورو او دې ځواک ته د هغوی د رسمي بلنې بهیر هم پیل کړی دی. د سیمې د هېوادونو له رسمي یوځای کېدو سره به «فالکن سټرایک» په تدریجي ډول په ټول منځني ختیځ کې د تهاجمي ډرونونو وړتیاوې پراخې کړي او دغه وړتیاوې به د یوه متحد خو څو ملیتي ځواک په چوکاټ کې تنظیم کړي.

سنتکام په خپله اعلامیه کې ویلي چې «سکورپیون سټرایک» په لنډه موده کې څو مهم عملیاتي پرمختګونه کړي چې له هغې ډلې د تېر کال په ډسمبر کې د امریکا د سمندري ځواکونو له یوې جنګي بېړۍ څخه د لومړي ځل لپاره د تهاجمي ډرون توغول او همدارنګه د ایران پر وړاندې د حماسي قهر په نوم عملیاتو کې کارول هم یاد شوی دی.

د سنتکام قوماندان، برد کوپر، ویلي: «فالکن سټرایک به د سکورپیون سټرایک پر بریالیتوبونو ولاړ وي، ځکه زموږ د سیمه‌ییزو متحدانو او شریکانو ترمنځ د پام وړ نوښتونه روان دي. نوې وړتیاوې او ګډ استعمال به موږ سره مرسته وکړي چې په چټکۍ سره نوې امکانات عملي کړو.»

هغه زیاته کړې: «د امریکا پوځ په سیمه کې ډېر پیاوړي شریکان او دوستان لري. کله چې نوې وړتیاوې رامنځته او په ګډه وکارول شي، نو په مجموعي ډول به لا پیاوړي شو.»

دا اعلامیه په داسې مهال خپره شوې چې اډمیرال کوپر د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې د دفاعي همکاریو او په سیمه کې د کړکېچ د کمولو د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

د سنتکام قوماندان د چهارشنبې په ورځ، د اګست په ۱۳مه، د عراق له صدراعظم علي زیدي سره هم خبرې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې پر عصري جګړو د ارزانه بې‌پیلوټه الوتکو کارونې د پام وړ اغېز کړی دی. په همدې تړاو، د امریکا د جګړې وزارت د جولای په لومړۍ نېټه د بې‌پیلوټه الوتکو د پروګرامونو د مدیریت لپاره د یوې نوې ادارې د جوړولو اعلان وکړ. دغه اداره به د خپلواکو وړتیاوو د پراختیا او پېرلو مسوولیت ولري، څو د خپلو سیالانو پر وړاندې د امریکا پوځي برلاسی پر ځای وساتل شي.