امریکا په ایران باندې تازه بریدونه کړي

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې په ایران کې یې د توغندیو او ډرون الوتکو زیرمتونونه ویشتي دي.

د سنټکام په اعلامیې کې چې د واشنګټن پر وخت جمعه جون ۲۶ ناوخته خپره شوې، ویل شوي چې امریکایي ځواکونو په ایران کې دننه د توغندو او ډرون الوتکو د ساتنې په موقعیتونو دا تازه بریدونه تیره ورځ د هرمز په تنګي کې په یوې سوداګریزې کښتۍ باندې برید ته د "قوي ځواب" ویلو په خاطر کړیدي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې برید کې د ایران بندري رادار هم په نښه شوی.

د متحده ایالاتو پوځ همدارنګه ویلي چې د هرمز په تنګي کې د سنګاپور په باروړونکي کښتۍ باندې د ایراني ځواکونو "بې موجبه تیری" د متحده ایالاتو او ایران تر منځ د اوربند څخه ښکاره سرغړاونه ده او دا چې د ایران دا ډول "خطرناکې" کړنې د هرمز په تنګي کې په آزاده توګه د کښتیو تګ راتګ ته خطر پیښوي.

سنټکام زیاته کړې چې امریکایي ځواکونه د هرمز تنګي کې په خوندي توګه د کښتیو د تیریدو راتیریدو همغږۍ ته ادامه ورکوي.

اعلامیه کې راغلي چې امریکایي ځواکونه به حاضر او د تیار سي په حالت کې وي تر څو یقیني کړي چې د متحده ایالاتو او ایران تر منځ د شوې هوکړې په ټولو مواردو باندې عمل کیږي، درناوی یې کیږي او دا چې په بشپړه توګه تطبیقیږي.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي و چې په کښتیو باندې د ایران لږ تر لږه څلورو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو برید کړی و چې درې یې امریکایي پوځیانو نسکورې کړې وې. ټرمپ د ایران دا برید د اوربند څخه "احمقانه سرغړاونه" بللې وه.

په عین حال کې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال، جې ډي ونس ویلي چې ایران د امریکا سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړې چې په وینا یې امریکا پرې عمل کړی خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې که ایرانیان د تفاهم لیک د تطبیق په هکله پوښتنه لري، کولی شي چې د ټیلیفون دلارې خبرې کړي.

جې ډي ونس خبرداری ورکړی چې د تشدد ځواب به په تشدد ورکړل شي.

د امریکا او ایران تر منځ په تفاهم لیک کې چې د جون میاشتې په ۱۸ مې لاسلیک شوی ویل شوي چې کښتیو ته باید د هرمز له تنګي په خوندي توګه د تیریدو راتیریدو اجازه ورکړل شي.