په ایران باندې د امریکایي ځواکونو د بریدونو درییم پړاو پیل شو

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام شنبه جولای ۱۱ ناوخته اعلان وکړ چې د هیواد ستر اعلی قوماندان په لارښونه یې په ایران باندې د نویو بریدونو لړۍ پیل کړې.

دا په روانې اوونۍ کې په ایران کې دننه په اهدافو باندې د امریکایي ځواکونو درییم پرله پسې برید دی چې د هرمز په تنګي کې په سوداګریزو کښتیو باندې د ایراني ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې کیږي.

د اعلامیې له مخې بریدونه د واشنګټن پر وخت د ماښام په ۷ بجو او ۱۵ دقیقو پيل شوي.

د سنټکام په اعلامیې کې ویل شوي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو په "قصدي توګه" د قبرس یوې کښتۍ بریدونه وکړل چې کانتینرونه پکې بار و او د هرمز له تنګي تیریده.

د امریکایي ځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي چې د برید له کبله کښتۍ ونشو کړی خپل مزله ته ادامه ورکړي ځکه چې تر برید وروسته په کښتۍ کې اور ولګید او د انجن خونه ښه ډیره ویجاړه شوه. په اعلامیې کې د کښتۍ د عملې مرګ ژوبلې په هکله ډیر معلومات ندي ورکړل شوي خو دومره یې ویلي چې یوه عمله یې لا درکه شوې.

د متحده ایالاتو د جګړې وزیر پیټ هیګسیټ اکس په شبکې کې د سنټکام اعلامیه خپره کړې او ورسره یې لیکلي چې " ایران خرابه پریکړه کړې. اوس یې بیه پرې کوي."


سنټکام ویلي چې په سوداګریزو کښتیو باندې تر مخکنیو بریدونو وړاندې ایران ته فرصت ورکړل شوی چې په تفاهم لیک کې پخپلو ژمنو عمل وکړي خو زیاتوي چې ایران پدې کار کې پاتې راغی.

د امریکا او ایران تر منځ په تفاهم لیک کې چې د جون میاشتې په ۱۸ مې لاسلیک شوی ویل شوي چې کښتیو ته باید د هرمز له تنګي نه په خوندي توګه د تېریدو راتېریدو اجازه ورکړل شي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د ایران د ناکامۍ په غبرګون کې، متحده ایالات په ایران باندې بریدونو ته دوام ورکوي تر څو د هغوي وړتیا لا کمزورې کړي او نشي کړی چې د هرمز له تنګي په تیریدونکو ملکي سوداګریزو کښتیو باندې بریدونه وکړي.

ایران تر دې دمه د امریکایي ځواکونو تازه برید ته غبرګون ندی ښودلی خو تر دې وړاندې یې په ځواب کې په منځني ختیځ کې په یو شمیر هیوادونو بریدونه کړي و.

په عین حال کې د ایران حکومتي تلویزیون په سیمه ایز وخت یکشنبه سهار وختي ویلي چې د هیواد په جنوبي سیمو کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي. په راپور کې ویل شوي چې چاودنې نظامي اډو او اقتصادي تاسیساتو سره نږدې شویدي.