افغانستان ایران او هند تجارتي روابط پراخوي

افغانستان به د دوشنبې په ورځ له ایران او هند سره د چابهار بندر تجارتي او ترانزیتي تړون لاسلیک کړي. افغانستان چې سمندر ته لار نلري، د چابهاربندر به یې بحري نړیوال ترانزیت ته ورسوي.

چابهاربندر د ایران د سیستان او بلوچستان ایالتونو یوه سوداګریزه سیمه ده چې د هند اقیانوس ته مخامخ او نژدې لار لري.

اوس د سیمې دغه درې هېوادونه غواړي چې چابهار د سیمې په کچه د لویو تجارتي او سوداګریزو کاروانونو په یو لوی تمځای بدل کړي.

د کابل، تهران او ډیلي استازو د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر د ۲۰۱۶ کال د اپریل په میاشتو کې د دغه بندر د جوړولو پر طرحې خبرې وکړې.

د هند چارواکي وايي د چابهار بندر د انکشاف او پراختیا لپاره یې نژدې ۵۰۰میلیونه ډالره پانګونه کړې او د سلګونه میلیونه نورو ډالرو په ارزښت به پروژې به کې پلې کړي.

د هند لومړي وزیر نریندر مودي، چې د چابهاربندر د تړون د لاسلیک کولو لپاره لپاره ایران ته تللی، وویل چې د ګازو او نفتو سوداګري د تهران او ډیلي د اینده لپاره ډېر مهم او اساسي دی.

افغاستان ته د چابهار ارزښت

د ارګ یوه اعلامیه وايي دغه بندر به د افغانستان ترڅنګ د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه هم د هند اقیانوس سره ونښلوي چې ګڼې اقتصادي ښیکڼې به ولري.

کابل غواړي چې هند به له دغې لارې د افغانستان د ترانسپورت او ترانزیت په برخو کې لا ډېره پانګونه وکړي. د چابهار بل ارزښت په دې کې دی، چې زرګونه افغانانو ته کاري زمینې هم برابرې کړي.

چابهار به افغانستان د اروپا، امریکا او د منځني ختیځ له ځینو هېوادونو سره هم ونښلوي. افغان چارواکي وایي دا بندر د کراچۍ او بندر عباس په پرتله ارزانه او اسانه دی، چې شاید هرکانتینر به ۵۰۰ او۱۰۰۰ ډالره ارزان انتقال شي.

افغانستان په وچه کې یو ګیر هېواد دی، چې سمندر ته لار نلري او له همدې کبله یې ډېر تجارتي مالونه د ګاونډیو پاکستان او ایران له لارې انتقالیږي.

کابل او اسلام ښې سیاسي اړیکې نلري، چې ډېر کله له همدې کبله د افغان سوداګرو د کاروانونو مالونه ځنډیږي، بندیږي او لوی تاوانونه وراړوي.